اسلام آباد 17جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد وئيلي دي چې سي پيك او پاك چين ملګرتيا دښمنان به چري هم ونه بخښلې شي، پاكستان د امن داعي دې، د پاكستان امن د افغانستان ا من سره تړلې دې، د چينائي وګړو حفاظت زمونږ فرض دې، وزيراعظم عمران خان په مړانه سره وائي اوس ډو مور نه بلكه ”نوٍ مور “ ، د داسو په پېښه وزيراعظم د چين خپل همڅنګ سره تيليفوني تماس نيولې او د كورنيو چارو وزارت ته ئې د چين د وګړو د امنيت سپارښتنه كړي، خارجه وزير ته ئې هم چين ته د تللو سپارښتنه كړي، د چين حكومت او اولس له باور وركوو چې د سي پيك دښمنان به ونه بخښلې شي، د چين سره مونږ قوي ملګرتيا لرو،پاكستان په دغه ملګرتيا وياړ لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورح ميډيا سنټر اسلام آباد كښې خبري كنفرنس كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل دد شپي وزيراعظم عمران خان د ازبكستان كامياب دورہ كولو نه پس راستون شوي،دغه يوه كامياب دوره وه،اشرف غني سره د عمران خان پهملاقات خارجه وزارت سره به خبره كوم۔ده ووئيل پاكستان افغانستان كښې امن غواړي۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل كوم جعلي پاسپورټ چې جاري شوې ؤ پهه غي كښې په مجموعي توګه 8 كسان نيولې شوي،19 كسانو ته شوكاز نوټسز جاري كړې شوي۔ده ووئيل اد داسو پېښي پلټني فائنل سټيج كښې دي،د چين 15 كسيزه ډله هم پلټنو له راغلې ده كوم چې د پېښي ځائې ته تللي وه۔ وفاقي وزير ووئيل كشمير كښې سپيځلي ټاكنو لپاره به ټول وسائل كارولې شي، اے جے كے ټاكنو كښې د امن وضعه په ځائې ساتلو رينجرز او اېف سي 7200 ځوانانو ته ذمه وارۍ سپارلې شوي۔ده ووئيل ا آزاد كشمير ټاكنو كښې امن صورتحال په ځائې ساتلو له د آزاد كشمير اليكشن كميشن په خواست رينجرز او اېف سي ځوانانو ته ذمه واري سپارلې شوي۔ دغه ځوانان به د اے جے كے سول ايډمنسټريشن سره په ګډه خذمات ترسره كوي۔
سي پيك او پاك چين ملګرتيا دښمنان به چري هم ونه بخښلې شي، پاكستان د امن داعي دې، د چينائي وګړو حفاظت زمونږ فرض دې، د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا