اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فيصل جاوېد خان د وزيراعظم عمران خان ډيجيټل پاكستان وژن له مخې د سركاري مېډيا ادارې په تندۍ سره د ډيجيټلائزېشن عمل ستائېلے ۔د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن د غوندې مشرۍ كولو سره ووئيل د نوې دور تقاضو تر مخه د سركاري مېډي جديد كول مهم دي۔د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان منيجنګ ډائرېكټر مبشر حسن غونډې په مهال ووئيل اے پي پي ډيجيټلائزېشن او اپ ګرېډېشن لپاره د 786.79 ملين روپو پروژه پېل كړی كوم كښې به چې د اے پي پي ډيجيټلائز كولو لپاره د آلات په اخستو 671 ملين روپۍ خرڅ كولې شي ٬ دې مقصد لپاره به ډېټا سنټر او جديد سټوډيوز هم جوړولې شي۔د كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فيصل جاوېد د سركاري نيوز ايجنسي د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې د جديدو تقاضو سره هم آهنګ كول وستائېل۔په غونډه كښې د اے پي پي مجموعي كار٬بشري وسائلو ٬مالي صورتحال٬د ملازمينو موجوده شمېرې او د مېډيا د لارې اولس لپاره د موادو تيارولو او تقسيم په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔د اے پي پي اېم ډي مبشر حسن غونډې ته ووئيل اے پي پي د 400 نه زيات سبسكرائبرز(صارفين)لري چې پكښې 50 نړيوالو خبري اژانسونو سره د خبرونو د تبادلې لوظ نامې هم شاملې دي ۔په دې كښې ايجنسي فرانس پرېس(اے اېف پي)٬ ګلف نيوز٬خليج ټائمز٬بي بي سي مانيټرنګ٬چائنه اكنامك نېټ٬الجزيره او نور نړيوال صارفين شامل دي۔ده ووئيل اے پي پي خپلو صارفينو ته په عربۍ٬چائينيز او د انګريزۍژبې پشمول په بېلا بېلو قامي او سيمه ايزو ژبو كښې خذمات وركوي٬په دې كښې ټېكسټ٬ډيجيټل٬عكسونه٬وېډيو ګانې او فيچر پشمول په مختلف انداز خبرونه وركولې شي۔غونډې ته ووئيل شول د پاكستان په اړه خبرونه خپل سبسكرائبرز ته وركولو لپاره په بهرنيو هېوادونو كښې د اے پي پي استازي موجود دي او په سپيځلې ډول په مېرټ د دوي ټاكنه باوري كړے شوې۔
د نوې دور تقاضو تر مخه د سركاري مېډيا جديد كول مهم دي۔سېنېټر فيصل جاوېد خان
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔