اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم وياند او د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي د پاكستان په سياست كښې د شريف كورنۍ او د دوي د درباريانو كوم ځائ نشته او اولس د تحريك انصاف په حكومت بشپړه باور لري، تر دريو لسيزو په هېواد مسلط پاتې شوي خپله كرلي ريبي. د اتوار په ورځ د مريم اورنګزېب په بيان په خپل غبرګون كښې ډاكټر شهباز ګل ووئيل چې مريم اورنګزېب دې د پروپېګنډې په ځائ د خپلو آقاګانو د كرپشن حساب وركړي او دا دې ووائي چې د اربونو كرپشن كولو سره دوائي اخستلو لپاره بهر تللونكي كله بېرته راځي. ده ووئيل چې د نااهل په دور كښې هېواد پرېښودونكې د خزانې وزير كله راځي؟ بايد دوي بېرته راتللو سره د پاكستان عدالتونو ته عزت وركړي. ډاكټر شهباز ګل ووئيل چې د دوي دې اېف آئي اے ته د 25 اربه ځواب وركړي، د شهباز شريف هره يوه پروژه كرپشن او كك بېكس لپاره وه. په ذاتي اثاثو كښې 70 چنده د اضافه كوونكو درباريان د دوي په فرشته ثابتولو بوخت دي.
په پاكستاني سياست كښې د شريف كورنۍ كوم ځائ نشته، په ذاتي اثاثو كښې 70 چنده د اضافه كوونكو درباريان د دوي په فرشته ثابتولو بوخت دي. ډاكټر شهباز ګل
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ