اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د عمران خان بيان آئين شکنۍ سره سره غنډه ګردي ګرځولو سره وئيلي دي چې د آئيني تقاضو خبره د عمران خان سياسي منافقت دے٬ دا څوك دھوكه كوي؟ د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې دې ووئيل عمران نيازي په قامي اسمبلۍ كښې آئين شكني او غنډه ګردي كولو سره چې كومه د شرم وړ تماشا لګولې٬ ھغه په پنجاب كښې بيا كوي۔ دې ووئيل د عمران نيازي او د ده د حواريانو د رويې له امله په نيمه شپه د عدالتونو دروازې بېرته كړې شوې٬ په توره شپه كښې چې لكه د غلو دوي په آئين او پارلمان تور تم جوړ كړو نو د شپې عدالتونه ولګېدل۔ دې ووئيل عمران نيازي په رڼا ورځ آئين پامال كولو سره غنډه ګردي كوي۔ وفاقي وزيرې ووئيل د توهين عدالت مجرم عدالت څخه د نوټس اخستو اپيل په كومه خله كوي؟ اول جعلي ټاكنې كولو سره يو مجرم په پاكستان مسلط كړې شو، بيا آئين شکني كولو سره ئې بل آئيني جرم وكړو۔ دې ووئيل عمران خان د پاکستان د اولس دولت لوټ كړې٬ د عزت وړ آئيني چوكۍ ئې د فرح ګوګي د لارې د مال جوړولو ذريعه جوړه كړه٬ عمران نيازي دې خپل فسطائي تور کردار ته نظر وكړي د كوم چې به تاريخ تل غندنه كوي۔ مريم اورنګزېب ووئيل د عمران خان په امر د آئين توهين شوې٬ صدر٬ ګورنر٬ سپيكر او دوهم سپيكر ټولو آئين پامال كړې
عمران نيازي په قامي اسمبلۍ كښې آئين شكني او غنډه ګردي كولو سره چې كومه د شرم وړ تماشا لګولې٬ ھغه په پنجاب كښې بيا كوي۔ د مريم اورنګزېب بيان
مضمون کا ماخذ : ریل رش