اسلام آباد۔7جنوری(اے پی پی) د پاكستان وزيراعظم د ويژن لاندې کم پرمختللې سيمې د قامي پرمختګ په مركزي چوكاټ كښې شاملولو له خصوصي پرمختيايي پېکجونه جوړ کړې شوي ، سوئيلي بلوچستان لپاره د 601 اربه روپو پرمختيائي پېكج منصوبه جوړه كړې شوه۔ د دې ترسېوري لاندې د سړكونو منصوبې لنډه خاكه وړاندې كولې شي۔ د پلاننګ كمېشن شمېرو لمخې د بلوجستان د نورو صوبو په مقابله كښې د وروستو پاتې كېدو يو لويې سبب په صوبه كښې د سړكونو د غوره نېټ ورك نشتوالې دې۔ د سوئيلي بلوچستان پرمختيائي پېكج لاندې د سړكونو په منصوبو كښې نزدې د 10 اربه روپو په لګښت د تربت مند سرك بيا جوړول شامل دي۔ د 9 اربه روپو په لګښت به زیارت۔ بلانوش۔ دالبندین سړک جوړولې شي كوم به چې لرې پرتې سيمې N-40 هائی وے سره وتړي۔ دغسې یکمېچ خاران سړک به N40 هائی وے N85 ته ورسوي۔168 کلومیټر اوږد هوشاب۔ آواران۔ خضدار سړک د M8 توسيعي منصوبه ده۔ دغسې د جھلجاو سړک په شمول د نورو سړكونو منظوري وركړې شوې ده۔ د دې لارو جوړېدو سره به سوئيلي بلوچستان د پرمختګ په لاره روان شي۔
د وزيراعظم د ويژن لاندې کم پرمختللې سيمې د قامي پرمختګ په مركزي چوكاټ كښې شاملولو له خصوصي پرمختيايي پېکجونه جوړ کړې شؤ، سوئيلي بلوچستان لپاره د 601 اربه روپو پرمختيائي پېكج منصوبه جوړه كړې شوه ٬ پلاننګ كمېشن
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش