اسلام آباد 23ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي په نيويارك كښې د امريكې خپل هم څنګ اينټوني بلنكن سره ملاقات كړے چې پكښې په شريكو اړيكو او د افغانستان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔د پاكستان سفارت د اړخه جاري شوي پرېس رېليز له مخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو 76مې عمومي غونډې په موقع د زيارت په ورځ د امريكې خپل هم څنګ اينټوني بلنكن سره ملاقات كړے۔شاه محمود قرېشي په ملاقات كښې دا خبره وكړه چې د پاكستان او امريكې ترمينځه نزدې اړيكې عمر له ګټورې پالتې دي او په سوئېلي آسيا كښې استحكام لپاره مهمې ثابت شوي ۔د خبرو په مهال ده د تجارت٬سرمايه كارۍ٬توان او سيمه ايزو رابطو په بنياد د پاكستان امريكې سره د متوازن اړيكو خواهش څرګند كړو ۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي په افغانستان كښې د مسئلې حل لپاره هلو ځلو آسانولو له د پاكستان د عزم پخلے هم وكړو۔ده په دې خبره زور راوړو چې افغانستان كښې يو مستحكم او او متنوع حكومت به دا خبره باوري كوي چې د افغانستان خاوره په سباؤن كښې كومه هم نړيواله ترهه ګره ډله د خپل مقصد لپاره استعمال نه كړي۔په دې خبره زور راوړولو سره ده ووئيل په افغانستان كښې د يو نوي سياسي حقيقت سره مخ يو٬دغسې بايد طالبان د خپلو لوظونو پاسداري وكړي او دا د نړيوالې ورورولۍ اخلاقي ذمه واري ده چې په افغانستان كښې د انساني بحران مخ نيوي لپاره د افغان دولت او اولس مرسته وكړي۔ده ووئيل بايد ټوله نړۍ خبر شي چې افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري٬د خبرو اترو په مهال خارجه وزير مقبوضه جمو كشمير كښې د هندي عسكرو د اړخه د بشري حقونو خلاف ورزو څخه هم د امريكې خارجه وزير خبر كړو۔ده ووئيل په سوئېلي آسيا كښې امن د كشمير مسئلې حل نه غېر ممكن نه دے۔د پرېس رېليز له مخې د امريكې خارجه وزير د امريكائي وګړو او د افغانستان پشمول د نورو هېوادونو وګړو د افغانستان څخه انخلاﺀ لپاره د پاكستان مرسته او په سيمه كښې امن لپاره د پاكستان هڅې وستائېلې
خارجه وزير شاه محمود قرېشي په نيويارك كښې د امريكې خپل هم څنګ اينټوني بلنكن سره ملاقات٬په شريكو اړيكو او د افغانستان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا