اسلام آباد 15اپرېل(اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)وياندې مريم اورنګزېب وئېلي دي په هېواد د څلورو كلونو راهسې مسلط ډله د اولس نادانه جوړولو هڅې كوي ٬اولس ته يوازې دروغ وئېلې شوي٬د اېف آئي اے څخه د رېكارډ غلا كولو تور لګوونكي دروغجن دي۔ډاكټر رضوان د هغوي په حكومت كښې په رخصتۍ تللے ؤ ۔د جمعې په ورځ مېډيا سره په خپلو خبرو كښې دې ووئيل ډاكټر رضوان د هغوي په حكومت كښې په رخصتۍ تللے ؤ ۔د شهباز شريف په ضد بې بنسټه مقدمې جوړې كړې شوي۔تحريك انصاف پخپله خپل څلور كلنه رېكارډ پټ كړے كوم رېكارډ چې زمونږ په حق كښې وي د هغې غلا كولو ته حاجت نشته٬دې ووئيل هغوي وائې چې ګهړۍ په ډالۍ كښې ترلاسه شوې او مونږ كه خرڅه كړه نو څه وشو٬دغه كسان د هېواد په اثاثو خرڅولو كښې ككړ دي۔٬ دې ووئېل يو ګولډ پيلټډ كلاشنكوف هم بې دركه شوے كوم چې به د بني ګاله څخه برآمد شي۔د مسلم ليګ(ن)وياندې مريم اورنګزېب ووئيل د څلورو كلونو راهسې په هېواد مسلط ډله د اولس نادانه جوړولو هڅې كوي۔د لوي څښتن په فضل د پاكستان اولس د هغوي اصليت پېژني۔ دې ووئېل هغوي د دروغو نه علاوه بل څه نه دي وئېلې۔دروغ چرې نه پټرېږي او نه هغه رېښتيا كېږي۔فواد چوهدري د دروغو وئېلو نه بغېر ژوندے نشي پاتې كېدے٬شهباز شريف دوه ځله نيولے شوے٬ 22 مياشتې په زندان كښې ساتلے شوے۔ دې ووئېل نېب او اېف آئي اے رېكارډ د هغه كسانو سره دے چا چې ادارې د سياسي انتقام لپاره استعمال كړي۔دې ووئيل په عدالتونو كښې بې بنسټه ريفرنس دائر كړے شوي ٬ لوي څښتن مونږ بريالي كړي يو٬فواد چوهدري د اېف آئي اے رېكارډ غلا كولو دروغ وئېلي٬ مريم اورنګزېب ووئېل د افسرانو بدلول د حكومت كار دے٬وئېلې كېږي چې اولس د خپلواكه پاكستان سره دے٬نن هېواد د آئين له مخې چلېږي٬په وړومبي ځل د ووټ د لارې كرپټ ډله بهر كړې شوې۔
په هېواد د څلورو كلونو راهسې مسلط ډله د اولس نادانه جورولو هڅه كوي ٬اولس ته دروغ وئېلې شوي٬د اېف آئي اے څخه د رېكارډ غلا كولو تور لګوونكې دروغجن دي۔مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز