واشنګټن 26 جنوري (اے پي پي)په امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان وئېلي دي د افغانستان استحكام او افغان خاوره د ترهه ګرۍ فعاليتونو لپاره د نه كارېدلو لپاره امريكا او پاكستان په مكمل توګه متفق دي۔د يونيورسټي آف ورجينيا تر سيوري لاندې د پاكستان او امريكې اړيكو او په سوئېلي آسيا كښې په سيمه ايزو محركاتو په يوه ورچوئل مباحثه كښې په خپلو خبرو كښې د پاكستان سفير ووئيل دواړه هېوادونه د يو جامع حكومت په اهميت د مېرمنو حقونو او د جينكو د تعليم پشمول د بشري حقونو په تحفظ هم متفق دي٬خو ده ووئيل په اوسني وخت كښې تر ټولو مهمه مسئله په افغانستان كښې د انساني بحران او معاشي تباهۍ مخ نيوې دے۔ده ووئيل په افغانستان كښې كه هر څو د انساني بحران مخ نيوي لپاره په وخت اقدامات مهم دي خو دا به يوازې د بينډ ايډ په توګه كار وكړي۔په افغانستان كښې به يو پائيداره معيشت لپاره نړيوالې ټولنې ته ګڼ شمېر اقدامات كول وي۔د پاكستان او امريكې اړيكو په اړه ده ووئيل دواړه هېوادونه په كال 2022م كښې د سفارتي اړيكو 75مه سالګره لمانځي۔ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې صورتحال ډېر سنګين دے٬هند د مقبوضه سيمې په خلكو خپل وحشي جبر دوه چنده زيات كړے۔ده ووئيل د نړيوالې ټولنې اخلاقي ذمه واري ده چې په هند د پنځم اګست 2019 د غېر قانوني اقداماتو بېرته اخستو لپاره فشار واچوي كوم چې د جمو او كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په ضد دي او چې ورسره د بشري حقونو د خلاف ورزو مخ نيوې وشي او پاكستان سره خبرې پیل كړي چې دغسې د جمو او كشمير شخړه حل كړے شي۔په دستوره كښې د پوښتنو او ځوابونو سېشن هم شامل ؤ چې پكښې د يونيورسټي آف ورجينيا زده كونكو د اكېډئميا غړو او تهنك ټنك كميونټۍ ګډون كولو۔
افغان خاوره د ترهه ګرۍ فعاليتونو لپاره د نه كارېدلو په اړه امريكا او پاكستان په بشپړه توګه متفق دي۔په امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان
مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ