كراچي 22 جون (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي په تېر وخت كښې د اړوند محكمو چارواكو او كے اېم سي خپلو كښې جوړښت سره رفاهي پلاټونه د استوګنې او تجارتي مقاصد لپاره كارول كېدل٬په ټولو ښارونو كښې د غېر قانوني تعميرات راغورځولو په اړه د سپريم كورټ د پريكړې څخه ځپليو كسانو سره د نهې په ورځ په ګورنر هاؤس كښې په ملاقات كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئېل چيف جسټس د استوګنې او رفاهي پلاټونو په غېر قانوني توګه د الائټمنټ او د ودانو رغونې مخ نيوي لپاره احكامات جاري كړې دي۔ده په بلډرز هم زور راوړو چې هغوي دې خپلې رويې بدلې كړي او دا ډول معاملات دې په ذمه وارۍ سره ترسره كړي۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ځپليو كسانو ته باور وركړو چې قانوني اندېښنې به په بېلو فورمز په خپل انداز كښې پورته كوو۔ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ته ووئيلې شو چې د عدالت احكاماتو څخه د 40 نه تر 50 زره كورنۍ ځپلې شوي دي۔ده ووئيل چې د داسې غېر قانوني تعميرات اجازې په وركولو كښې د ككړو افسرانو په ضد د كومې هم كاروائي اجازه وركول پكار دي۔د نسله ټاؤرز استوګنو صدر خبر كړو چې ودانۍ اړوند افسرانو منظور كړې وه۔ګډون كونكو صدر ډاكټر عارف علوي خبر كړو چې د عدالتي احكاماتو په رڼا كښې به 900 ودانۍ راغوځولې شي۔ځپليو كسانو صدر ته د خپلو اندېښنو په لرې كولو كښې د مرستې خواست هم وكړو
په تېر وخت كښې د اړوند محكمو چارواكو او كے اېم سي خپلو كښې جوړښت سره رفاهي پلاټونه د استوګنې او تجارتي مقاصد لپاره كارول كېدل۔ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : números dupla sena