اسلام آباد۔11جون(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير اسد عمر سره د آزاد جموں وكشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر د جمعې په ورځ ملاقات كړے۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو او په خاص توګه آزاد كشمير كښی د كورونا په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ ملاقات كښې د آزاد كشمير ټاكنو په رڼا كښی د وېكسينېشن عمل تندۍ سره د بشپړولو په حاجت زور راوړلے شو۔ وفاقي وزير اسد عمر سره خپلو خبرو كښی د آزاد كشمير وزيراعظم ووئيل د كورونا صورتحال د مخكښې په مقابل كښی اوس ښه دے۔ هغه ووئيل د وفاقي ٬ صوبائي او ځائي حكومتونو غوره پالېسيو له امله آزاد كشمير هم د نورو سيمو په ډول تر ډېره حده د كورونا وباﺀ تباهۍ نه محفوظ پاتې شوے۔ وفاقي وزير اسد عمر وزيراعظم ته آزاد کشمیر كښې د وېكسينېشن عمل ګړندي كولو له د وفاقي حكومت لخوا د مرستې باور وركړو۔ وفاقي وزير آزاد كشمير كښې د ټاكنو نه وړاندې د وېكسينېشن عمل ګړندي كولو په حاجت هم زور راوړو۔(
د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر سره د آزاد جموں وكشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر ملاقات
مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena