پینډۍ 10 اپرېل (اے پي پي) د پاك پوځ فيلډ جنرل كورټ مارشل د هند جاسوس كلبهوشن ياديو ته د مرګ سزا اورولې۔ سرلښكر قمر جاوېد باجوه د پريكړی توثيق وكړو۔ كبلهوشن ياديو پاكستان كښې په ??خريبي هلو ځلو كښې ككړ و او هغه اعتراف كړے و چې زه د هند استخبارتي ايجنسۍ را پاكستان ته رالېږلې يم۔ د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل ميجر جنرال آصف غفور د ټوېټ له مخې د هند استخبارتي ايجنسۍ را ايجنټ٬د هندي بحريه آفيسر نمبر Z 41558 كمانډر كلبهوشن ياديو المعروف حسېن مبارك پټېل د مارچ په ??رېمه نېټھ كال 2016 كښې د پاكستان په مخالف هلو ځلو كښې په ككړ كېدو د بلوچستان په ماشكيل سيمه كښې د انټېلي جنس عملياتو په مهال نيول شوے و۔ د پاك پوځ فيلډ جنرل كورټ مارشل د پاكستان آرمي ايكټ(پي اے اے) ترمخه كلبهوشن ياديو ته د مرګ سزا اورولې۔ د ګل په ورځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه كلبهوشن ياديو له د فيلډ كورټ مارشل د اړخه د وركړی شوې سزا د پريكړی توثيق وكړو۔ د هند د استخبارتي ايجنسۍ را ايجنټ نيول كمانډر كلبهوشن ياديو په ??د فيلډ جنرل كورټ مارشل د پاكستان آرمي ايكټ پي اے اے 1952 د سېكشن 59 او د آفيشل سېكرټ ايكټ آف 1923 د سېكشن 3 ترمخه كاروائي كړی۔ فيلډ جنرل كورټ مارشل كلبهوشن ياديو په ټولو تورونو كښې قصوروار ګرځولې۔ كلبهوشن ياديو د مجسټرېټ او عدالت په وړاندې اعتراف كړے چې ما ته د را د اړخه دا ذمه واري سپارل شوې وه چې د جاسوسي او تخريبي كاروائيو لپاره منصوبه بندي او رابطې منظم كړي دغسې چې د پاكستان د قانون نافذ كونكو ادارو له اړخه بلوچستان او كراچۍ كښې د امن بحالۍ هڅې وځپلې شي۔ هندي جاسوس كلبهوشن ياديو ته د قانون له مخې د خپلې دفاع لپاره د قانوني پوهانو خدمات وركړے شوي وو۔
هندي جاسوس كلبهوشن ياديو ته د مرګ سزا واورول شوه
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل