اسلام آباد۔ 09 اكتوبر (اے پی پی) د نیشنل فلډ رېسپانس کوآرډینیشن سېنټر (اېن اېف آر سی سی) له مخې د پاكستان په سېلاب ځپليو سيمو كښې په مجموعي توګه 13115 كلوميټره سړكونو او 436 پولونو ته زيان رسېدلې دې۔ سېلاب څخه په زياتو ځپلې شويو سيمو كښې د سندھ قمبر شهداد کوټ، جیکب آباد ، لاړکانه ، خیر پور ، دادو ، نوشهره فیروز ، ټھټھه او بدین ٬ د بلوچستان كوئټه ، نصیر آباد، جعفرآباد ، جھل مګسی ، بولان، صحبت پور او لسبیلا ضلعې شامل دي۔ دغسې د خېبر پختونخوا دیر، سوات ، چارسدہ ، کوهستان ، ټانک او د ډیرہ اسماعیل خان په شمول د پنجاب ډی جی خان او راجن پور ضلعې هم زياتې ځپلې شوي دي۔ د پاك پوځ لخوا په ځپليو سيمو كښې د مرستې چارې تندۍ سره روانې دي۔ د آرمي اېوي اېشن چورلكو تر دې دمه 627 پروازونه كولو سره 4659 كسان سېلاب ځپليو سيمو څخه ويستلو سره محفوظ ځايونو ته منتقل كړې دي۔ په سندھ ٬ سوئيلي پنجاب او بلوچستان كښې د پاك پوځ 147 ريليف كېمپس او 125 كوليكشن پوائنټس كار كوي۔ د اېن اېف آر سي سي له مخې تر دې دمه 10180.5 ټنه د ضرورت سامان او 1811.8 ټنه خوراكي توكي جمع شوې دي كوم څخه چې 10154.8 ټنه خوراك او 1803.3 ټنه د ضرورت سامان سېلاب ځپليو ته وركړې شوې دې۔ په ګرد هېواد كښی د پاك پوځ 300 میډیکل کېمپس جوړ كړې شوي چرته 3 لكه 28 زره 377 ځپليو وېړيا درملنې شوي دي۔ د پاك بحريه 4 فلد ريليف كوآرډينېشن او 18 سنټرل كولېكشن پوائنټس هم متحرك دي۔ د بحري پوځ لخوا 2118 ټنه راشن او 7809 خېمې او 745788 لېټره څښلو پاكې اوبه وېشلې شوي دي۔ دغسې په اندرون سندھ كښې د پاك بحريه دوه چورلكې هم متحرك ساتلې شوي دي او تر دې دمه دغه چورلكو د 69 پروازونو په مرسته 479 كسان رېسكيو كولو سره سره 5333 پېكټه راشن هم وېشلې دې۔ دغسې 114 ميډيكل كېمپس 127977 رنځورانو ته د وېړيا درملنو آسانۍ وركړې دي۔ د پاك فضائيه لخوا تر دې دمه 6705 خېمې ٬ د خوراك 774756 پېكټونه او 294323 لېټره پاكې اوبه وېشلې شوي دي۔ 46 طبي كېمپونو كښې 78807 رنځورانو ته د درملنې آسانۍ وركړې شي دي۔ دغسې په 24 كېمپونو كښې 19807 وګړو ته د استوګنې او نورې آسانۍ وركړې شوي دي۔ اېن اېف آر سي سي د موسمياتو څانګې حوالې سره وئيلي چې د تېرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم اوچ پاتے شو بياهم د خېبر پختونخوا به پورته سيمو او وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې د تندو هواګانو چلېدو سره باران وشو۔ تر ټول زيات درجه حرات په سبي كښې 41 او تربت كښی 40 درجې سېنټي ګرېډ ريكارډ كړے شو۔ د راروانو 24 ساعتو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې د موسم اوچ او ګرم پاتې كېدو امكان دے۔
د هېواد په سېلاب ځپليو سيمو كښې په مجموعي توګه 13115 كلوميټره سړكونو او 436 پلونو ته زيان رسېدلې ٬ اېن اېف آر سي سي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں