اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې شوكت ترين آخركار اعتراف وكړو چې عمران خان په څلور كلن حكومت كښې د 20 زره اربه روپو قرض اخستې كوم چې د هېواد د تاريخ د مجموعي قرض 76 فيصد دے. د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغې ووئيل چې داسې ډېر اعتراف خو لا عمران صاحب ته كول دي. هغې ووئيل چې د عمران صاحب لخوا به آئي اېم اېف سره په سختو شرائطو د لوظنامې، ډالر د 115 نه 189 ته د رسولو، د ګرانې، بې روزګارې او معاشي تباهې د ظلم كولو نه علاوه د قېراط، خېرات او كرپشن د ثمراتو اعتراف هم ډېر زر وشي.
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ