پېښور 05نومبر (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې په ټوله نړۍ كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ څانګه په تندۍ سره پرمختګ كوي٬ضرورت د دې خبرې دې چې د پاكستان اقتصادي پرمختګ لپاره دې په پاكستان كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ او په خاص توګه د انجينئرنګ څانګې د نوې وخت تقاضو سره هم آهنګ كړی شي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په پېښور كښې د يونيورسټي آف انجيئرنګ اينډ ټېكنالوجي په ودانۍ كښې د آرټيفيشل انټيلي جنس او سائبر سېكورټي لېبارټۍ پرانستې په موقع يوه دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ده ووئيل چې په اوسني دور كښې د ورچوئل او آن لائن تعليمي نظام اهميت يو په دوه شوې٬په دې مېدان كښې د منطقې او د نړۍ د نورو هېوادونو مقابله كولو لپاره به مونږ ته د ورچوئل او آن لائن د تعليم نظام ډاډګيرنه كول وي۔ده ووئيل چې د پرمختګ په مېدان كښې د وړاندې تګ راز هم دا دے چې دې هېوادونو د سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګه كښې په تندۍ سره د جدت څخه استفاده كړې او پالېسۍ يې خپلې كړې دي۔ده ووئيل چې پاكستان هم د دې پالېسۍ څخه د استفادې كولو وسائل لري۔صدر مملكت ووئيل چې زده كونكي د پاكستان سباؤن دے او بايد په دې لړ كښې د پیښور يو اي ټي په ښه ډول خپل كردار ترسره كړي او بايد د دې زده كونكي هم د دې ځاې د تعليمي آسانيو څخه په بشپړه توګه استفاده وكړي۔صدر مملكت ووئيل چې د انجينئرنګ او ټېكنالوجۍ په وده كښې د يو اي ټي پیښور ځانګړې كردار دے۔ده د پوهنتون انتظاميې ته هدايت وكړو چې په پوهنتون كښې دې د آئي ټي زده كونكو په شمېره كښې اضافه باوري كړي او د ضرورت له مخې دې د آئي ټي پوهان تيار كړي
د پاكستان اقتصادي پرمختګ لپاره دې په پاكستان كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ او په خاص توګه د انجينئرنګ څانګې د نوې وخت تقاضو سره هم آهنګ كړی شي۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa