اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د قامي سلامتيا پحقله په مهمه غونډه هېواد ته په كورنۍ او بهرنۍ كچه د رامخې ته خطرو او د دې مخنيوي لپاره په اقدامات او د پاك افغان پولې انتظامي چارو پحقله خبر كړې شوې ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا پحقله مهمه غونډې شوې چې پكښې قامي پارلماني٬ سياسي مشرانو٬ د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو او عسكري مشرانو ګډون كړے۔ د قامي سلامتيا ذمه وارو ادارو د هېواد سلامتيا په مجموعي وضعه غونډې ته بريفنګ وركړے۔ غونډه خبر كړې شوه چې پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره ډېر ذمه وار او مثبت كردار لوبولے ٬ پاکستان به په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره خپل تعميري كردار لوبول دوامداره ساتي٬ دا هيله څرګنده كړې شوه چې د افغانستان خاوره به د پاكستان په ضد استعمالېدو له ورنه كړې شي۔ غونډه كښې ووئيل شول د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان هڅې او قربانۍ نړۍ تسليم كړي٬ د پاکستان قام او ځواكونو د بې مثاله قربانيو په سبب ګرد هېواد كښې رياستي عمل داري٬ د امن بحالي او د معمول ژوند باوري كړے شوے ٬ نن د پاكستان په يوه برخه كښې هم د منظمې ترهګرۍ وجود پاتې نه دے۔ د غونډې ګډون كوٶنكي د ټي ټي پي سره د خبرو اترو په اړه هم په تفصيل سره خبر كړے شول٬ دغسې غونډه د ټول پس منظر څخه خبر ساتلې شوې٬ غونډې ته ووئيل شول د افغانستان واكمنو د سهولت كارۍ له امله ټي ټي پي سره د خبرو اترو عمل روان دے چې پكښې د حكومت په مشرۍ كښې سول او د پوځي نمائندګانو پشمول كمېټي د پاكستان آئين په دائره كښې خبرې اترې كوي ٬ په دې به حتمي پرېكړه د پاكستان آئين په رڼا كښې د پارلمان منظورۍ٬ سباٶن لپاره د لارښودنې او اتفاق سره كولې شي٬ دغسې په غونډه كښې سياسي قيادت د معاملو مخنيوي لپاره په لائحه او په دې كښې په پېشرفت د اطمينان څرګندونه كړې
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا پحقله مهمه غونډه٬په كورنۍ او بهرنۍ كچه د رامخې ته خطرو او د دغې مخنيوي لپاره په اقدامات او د پاك افغان پولې انتظامي چارو پحقله غونډه خبر كړې شوه
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا