اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) پاكستان براډ كاسټنګ كارپوریشن (پی بی سی) لپاره مالی كال 2024 په مهال د آپریشنل او ملازمانو په اړه خرڅونو پوره كولو لپاره 5.81 بلیونه روپۍ بيلي شوې چې پكښې تر مارچ 2024 وړومبو درېو مياشتو په مهال 5.06 بيليونه روپۍ جاری شوي۔د نهې په ورځ جاری كړې پاكستان اكنامك سروے 2023-24ء له مخې پاكستان براډ كاسټنګ كارپوریشن (پی بی سی) يو مهمه او جامع الیكټرانك میډیا اداره ده كومه چې حكومتی پالیۍ اود پاكستاني اولس هيلې رامخې ته كوي۔د دې مقصد د ریډیو خبرونو او اعلیٰ معیار پروګرامونو د لارې اولس له معلومات، تعلیم او تفریحی پروګرام وركول دي۔ دغسې ریډیو پاكستان د منفی غیر ملكی پروپیګنډے او منفی تاثرات ههم مقابله كوي، ریډیو د جمهوریت، آزادی، مساوات، رواداری او سماجی انصاف اصولو سره سره اسلامی نظریه او د قامی اتحاد وده كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي۔دا د قامی او ځايې ژبو ،كلتور او قدر ته وده وركوي۔دې سره فرقه واریت، صوبائیت او د ترهه ګرۍ حوصله ماتېدو له هم مرسته تر لاسه كېږي۔ پاكستان براډ كاسټنګ كارپوریشن (پی بی سی) د پاكستان تر ټولو لويه سركاري میډیا نیټ ورك دے د كوم نشریاتی نیټ ورك چې په هېواد كښې په 32 براډ كاسټنګ هاﺅسز كښې نزدې 80 یونټس باندې مشتمل دے۔ پی بی سی سره اېف اېم، میډیم ویو، شارټ ویو او سیټلائټ براډكاسټ په شان مختلف نشریاتی پلیټ فارمز موجود دي۔ روان مالی كال په مهال پی بی سی بيل مذهبی پروګرام نشر كړې۔۔د مذهبونو ترمينځه همغږۍ او د اقلیتونو د حقونو ودې لپاره ریډیو پاكستان اردو او سيمه ايزو ژبو كښې كښې خصوصی پروموز او پروګرام تیار كړې۔۔ د قامی نشریاتی ادارې په توګه ریډیو پاكستان د 2024 ټولټاكنو كوټلې كوریج باوري كړې، رپورټنګ ډلې مقرر كړې شوي او الیكشن كمېشن آف پاكستان سره ئې مرسته كړي۔ مالی كال 2024 په مهال پی بی سی آپریشنل او ملازمانو په اړه خرڅونو پوره كولو لپاره 5.81 بيليونه روپۍ بيلې كړې وي چې پكښې تر مارچ 2024 تك وړومبو درې مياشتو په مهال 5.06 بيليونه روپۍ جاری كړې شوي ۔۔ د پی ایس ډی پی پراجیكټ ”سوت القرآن ایف ایم نیټ ورك فیز II جوړولو لپاره 212.777 ملیونه روپۍ بيلي شوې۔دغسې خیرپور څخه د میډیم ویو سروسز بحالۍ په اړه ایس ډی پی پراجیكټ لپاره 444.069 ملیونه روپۍ بيلي شوې ۔ براډ كاسټنګ هاؤس كښې د ودانۍ ښكلا او د رغونې كار لويه برخه بشپړه شوې او پاتې كار به په ټاكلې شوې موده كښې بشپړ كړې شي ۔ 254.945 ملیونه روپو لګښت سره پی ایس ډی پی پروجیكټ اپ ګریډیشن آف اسټوډیوز او ماسټر كنټرول رومز منظوری وركړې شوي ۔ د مقرره مودې په مهال 17 كښې 15 اسټوډیوز او د MCRs اپ ګریډیشن شوے ۔ د ډی آر ایم 1000 كلو واټ څخه چليدونكې میډیم ویو ټرانسمیټر تنصیب لپاره پی ایس ډی پی پراجیكټ ترمخه روات ټرانسمټنګ اسټیشن اپ ګریډیشن لپاره 3850 ملیونه روپۍ منظور شوې۔۔
د مالي كال 2024ءپه مهال د پی بی سی آپریشنل او د ملازمانو پخرڅونو پوره كولو لپاره 5.81 اربه روپۍ بيلي شوي۔اقتصادی سروے
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores