اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل بېلا بېلو ګوندونو سره تعلق لرونكې كابينه د هېواد پرمختګ لپاره په ګډه د كار كولو عزم لري، د ټولې نړۍ څخه د مباركې پېغامات بهتري په ګوته كوي. د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل چې د هېواد د پرمختګ سفر چې كوم ځائ پاې ته رسېدلے و، د هغه ځائ نه بېرته پېل شوے. هغې ووئيل چې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په خپله چوكۍ وړومبې لس ورځې د پرمختګ او خوشحالې په پلو د وړاندې تلونكي پاكستان زېرے وركوي. هغې ووئيل چې د ټولې نړۍ د هېوادونو د سفيرانو لخوا وزيراعظم ته د مباركې پېغامونه تقريباً څلور كاله پس د خارجه پالېسې بهتري په ګوته كوي. اوسنې حكومت نه يوازې د اولس بلكې د دوست هېوادونو اعتماد هم لري.
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ