بهاولپور۔1فروری(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي چې د مدينې رياست زرينو اصولو خپلولو سره اوسنې حكومت د قانون حاكميت لرونكي فلاحي رياست جوړولو هڅه كوي ٬ په دې لړ كښې د ټولنې د بې وزله طبقو خېر ښېګړې لپاره قومي صحت كارډ او احساس پروګرام انقلابي ګامونه دي، د قومی صحت کارډ اجراﺀ فلاحي رياست پول يو مهم ګام دے چې ورسره به د روغتيا په ټول نظام كښې انقلاب راشي ، دا آساني د نړۍ په پرمختګ كړې هېوادونو كښې هم اولس ته ترلاسه نه ده٬ زورورو او كمزورو لپاره بېل بېل قانون لرونكي هېوادونه سره د وسائلو تر ټولو غريب دي٬ د سوئيلي سېکرټرېټ جوړول د اوسني حكمت لخوا د سوئيلي پنجاب اولس سره د كړي لوظ ترسره كول دي۔ هغه د نهې په ورځ بهاولپور ډویژن كښې د نيا پاكسان قومي صحت كارډ اجراﺀ دستورې ته خطاب كولو۔ دستورې ته د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار او وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار هم خطاب وكړو۔ وزیراعظم په دې موقعه د بهاولپور ډويژن بېلو سيمو سره تعلق لرونكو وګړو ته صحت كارډ وركولو سره د پروګرام باقاعده اجرا وكړه۔ د قومي صحت كارډ اجراﺀ دې نه وړاندې په خېبر پختونخوا، پنجاب، اسلام آباد، ضلع تھر پارکر، ګلګت بلتستان او آزاد جموں و کشمیر كښې شوې ده۔ په بهاولپور ډويژن كښې د شاملو ضلعو رحیم یار خان، بهاولپور او بهاولنګر د يو كروړ 5 لكه نه د زياتو وګړو شاملېدو نه وروستو به په پنجاب كښې د قومي صحت كارډ څخه د استفاده كوؤنكو اهل كورنيو او وګړو په شمېره كښې 63 فيصده اضافه وشي۔ وزیراعظم ووئيل د برطانيې د صحت بجټ د پاكستان د مجموعي بجټ نه زيات دې۔ هغه ووئيل په خېبر پختونخوا صوبه كښې مو په په خپل اولني حكومت كښې د صحت كارډ تجربه وكړه٬ پاكستان كښې چا د دې سوچ هم كړې نه وو ځكه مونږ ددې منصوبې د كاميابۍ په اړه ويرې سره مخ وو ولې د دې منصوبې كاميابۍ نه وروستو مونږ په ګرد هېواد كښې د قومي صحت كارډ يو لويې ګام پورته كړو۔ وزیراعظم ووئيل هر ځائې سركاري روغتونونه جوړولو له مونږ سره وسائل نشته او په آبادۍ كښې د زياتوالي د لاسه ددې چلول هم ګران دي٬ قومي صحت كارډ سره به په كلي والو سيمو كښې هم نجي روغتونه جوړ شي۔ هغه ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل پنجاب حکومت په صحت كارډ 400 اربه روپۍ مصرف كوي۔ هغه ووئيل په 100 كلن تاريخ كښې د كووېډ په ډول بحران نه دې رامخې ته شوې٬ ګرده نړۍ د ګرانۍ چپې سره مخ ده ٬ لويې لويې معيشتونه ځپلې شوي دي او په داسې حالاتو كښې مونږ د قومي صحت كارډ اجراﺀ كوؤ۔ هغه ووئيل د نړۍ د اكانومي حوالې سره تر ټولو مستند مېګزين اكانومسټ په درې كاله كښې د كووېډ په مهال د پاكستان پالېسۍ د نړۍ په درې لويو معيشتونو كښې شمېرلې دي ٬ بلوم برګ لس كلونو لپاره د پاكستان د تلپاتي معيشت تجزيه كړې ده٬ ورلډ بېنک د معاشی نمو 5.37 فیصده كېدو تصديق كړې دې۔ هغه ووئيل تنقېد د جمهوريت حسن دے ٬ خبريال او تجزيه كار دې تنقيد ضرور وكړي خو دې كښې دې توازن وساتي۔ هغه ووئيل د ځينو عناصرو لخوا نااهل ګرځولې شوې حكومت د نړۍ په معيشتونو كښې په درې پوزيشن څنګه راغلې دې؟ وزيراعظم ووئيل زمونږ هېواد سره د وسائل پرمختګ ولې ونكړې شو ځكه چې دلته ډاكوان مسلط پاتې شوي دي ٬ كه په كومه كارخانه كښې ډاكو كښېنولې شي نو هغه به هم تباه شي۔ هغه ووئيل سوئټزرلېنډ د وسائلو نه لرلو باوجود تر ټولو زيات سوكاله هېواد دې او د هغې وجه دا ده چې دغلته د قانون حاكميت دې ، كومه غلا نه كېږي٬ كوم قبضه ګروپ نشته ٬ دغلته ادارې مضبوطې دي۔ وزیراعظم ووئيل د سوئيلي پنجاب سېكرټرېټ لوظ مونږ كړې وو او په خپل حكومت كښې به دا لوظ ترسره كوؤ٬ د سوئيلي پنجاب اولس سره په تېر وخت كښې ظلم شوې ٬ دوئي ته په ملازمتونو كښې جائزه برخه نه ده وركړې شوې ٬ سوئيلي پنجاب ته چې څومره بجټ وركول وو هغه نه دې وركړې شوې ٬ اوس به دا ظلم ختم شي۔ هغه ووئيل زه به بهاولپور كښې د سېكرټرېټ پرانستې له راځم۔ دستورې ته د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار خپل خطاب كښې ووئيل د مارچ مياشتې تر پايې به د كروړونو په شمېر وګړو ته د قومي صحت كارډ آساني ترلاسه شي۔ هغه ووئيل په لیه، بهاولپور او د بهاولنګر په شمول په بېلو ضلعو كښې نوې روغتونونه جوړوؤ او په ګرد پنجاب كښې د 23 نوې روغتونونو منصوبه پېل كوؤ ، 158 طبی مرکزونه اپ ګرېډ كولې شي۔ هغه ووئيل تېرو حكومتونو چې څومره بجټ سوئيلي پنجاب ته وركړې وو دومره مونږ د خپل حكومت پ 6 مياشتو كښې مصرف كړې۔(
د قومي صحت كارډ اجراﺀ فلاحي رياست پلو يو انقلابي ګام دے٬ حكومت د قانون حاكميت لرونكي فلاحي رياست جوړولو هڅه كوي٬ د وزيراعظم عمران خان په بهاولپور كښې د صحت كارډ اجراﺀ دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس