اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سنېټر فېصل جاوېد وئيلي دي د خبريالانو خېرښګړې لپاره يو بل منظور كړے شوے ٶ خو د بده مرغه اپوزيشن ئې مخالفت كړے۔ د زيارت په ورځ د كمېټۍ غونډې په مهال ده ووئيل وفاقي وزير د كمېټۍ راتلونكې غونډه په كراچۍ كښې د كولو تجويز وركولو سره وئيلي دي په غونډه كښې به پروډيوسرز او اېسوسي اېشنز رابللې شي او په فلم پاليسي به بريفنګ اغستلے شي چې ورسره ټولو غړو اتفاق وكړو۔ سېنېټر فېصل جاوېد ووئيل فلم انډسټري برقراره ساتلو لپاره د لږو نه لږ سلو فلمونو جوړولو ته اړتيا ده خو دلته په كال كښې 24 فلمونه جوړيږي او د دې برعكس په بالي ووډ كښې 1800 فلمونه جوېږي۔ ده ووئيل قائمه كمېټۍ څخه به په فلمونو او ايډورټائزنګ پاليسي رائے غوښتلې كېدې شي۔ د پريس کلب رېګوليټري باډۍ پحقله هم رائے غوښتلې كېدې شي۔ دغسې د وزارت په درخواست د قائمه کميټۍ په خوښه سينيټر فېصل جاوېد اېن سي او سي ته د اېس او پيز تر مخه په ګرد هېواد كښې د سنېما ګهرو د خلاصولو سفارش كړے
د خبريالانو خېرښګړې لپاره يو بل منظور كړے شوے ٶ خو د بده مرغه اپوزيشن ئې مخالفت وكړو۔ سنېټر فېصل جاوېد
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا