اسلام آباد۔15جنوری(اے پی پی) د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي پاكستان پوسټ په تېرو 3 كلونو كښې په نړيواله درجه بندۍ كښې د 49 نه 26 م لمبر ته راغلې دې۔ د اولس د اعتماد او وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د بېلو اصلاحاتي اقداماتو له امله 12 كاله وروستو د روان مالي كال په مهال اداره په كلنه خساره ختمولو كښې كاميابه شوې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د خالي په ورځ په خپلو بېلو ټويټس كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل چې په كال 2018 كښې ما څه وخت ذمه اري سنبال كړه نو دا اداره خسارې او چېلنجز سره مخ وه ، د تېرو درې كلونو په مهال د پاكستان پوسټ په آمدن كښې 15 اربه روپۍ اضافه شوې ده ولې په تنخاګانو كښی د كلنې اضافې په سبب خساره ختمول يو ګران كار وو۔ هغه ووئيل د عام اولس او نورو همكارانو مننه كوم كومو چې د ټولو چېلنجونو باودجود پاكستان پوسټ ته ترجيج وركړه۔
پاكستان پوسټ په نړيواله والا درجه بندۍ كښې د 49 نه 26 م لمبر ته راغلو٬ خساره ختمه شوه ٬ وفاقي وزير مراد سعيد
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن