سرینګر۔20جون(اے پی پی)مقبوضه كشمير كښې كل جماعتي حريت كنفرنس د پاكستان د خارجه وزير شاه محمود قرېشي هغه بيان هركلے كړے دے كوم كښې چې هغه د نرېندر مودی فسطائی هندي حكومت ته خبردارې وركړې چې هغه دې په نړيواله كچه تسليم شوې متنازعه سيمه كښې د آبادۍ تناسب بدلولو غېر قانوني ګام پورته كولو نه منع شي۔ د کل جماعتی حریت کانفرنس ورکنګ وائس چیئرمین غلام احمد ګلزار د سرینګر لخوا جاري شوي بيان كښی په مقبوضه جموں وكشمير كښې د زمكو نوې قانون نفاذ او غېر ځائي هندوانو ته سيمه كښې د زمكو اخستو اجازه وركول او دغلته د پاتې كېدو اجازې وركولو اقدامات د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو ښكاره خلاف ورزي وګرځوله۔ د كل جماعتي حريت كنفرنس لارښود ووئيل پاكستاني خارجه وزير د متنازعه سيمې وېش او د دې د مسلم اكثريتي تشخص بدلولو ناوړه هندي منصوبو مخنيوي له په مناسب وخت سلامتي كونسل ته دا معامله وړاندې كړې كوم چې د ستائنې وړ ګام دے۔ هغه د كشميريانو د اولس د خوښې لمخې د كشمير مسئلې حل كولو له په هڅو او ملاتړ كولو د پاكستاني اولس او حكومت مننه وكړه۔ هغه هيله ولرله چې پاكستان به دغسې مقبوضه سيمه كښې د هندي عسكرو لخوا د بشري حقونو خلاف ورزۍ په هر يو نړيوال فورم پورته كوي بلكه د يو خپلواكه اتومي هېواد كېدو په حېث به د كشمير په اړه د خپل جائز دريځ چرې سودا نه كوي او په نرۍ به د هندي سامراج مقابله كوي
د كل جماعتي حريت كنفرنس لخوا د شاه محمود قرېشي بيان ته هركلې
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena