نيويارك 21 ستمبر (اے پي پي) وز??راعظم محمد شهباز شريف سره به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 77مې غونډې په مهال نن د شورو په ورځ د آئي اېم اېف مېنېجنګ ډائرېكټر٬ د ورلډ بېنك ګروپ صدر او نور مهم شخصيات ملاقاتونه كوي۔ د وز??راعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وز??راعظم محمد شهباز شريف به د عمومي اسمبلۍ غونډې په دوېمه ورځ مصروفه ورځ تېروي٬ د ملګرو ملتونو هېډكوارټرز ته د روانېدو نه وړاندې وز??راعظم محمد شهباز شريف سره به د آئي اېم اېف منيجنګ ډائريکټر کرسټالينا جارجيوا او د ورلډ بېنك ګروپ صدر ډيوډ مالپس ملاقات كوي٬ د دې نه پس به وز??ر اعظم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 77مې لوړې كچې مباحثه كښې ګډون كوي۔ وز??راعظم به په پاکستان كښې په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې د هلو ځلو جاج اغستو لپاره د زوم ميټنګ مشري هم كوي۔ وز??راعظم به په دې موقع صدر سابا کوروسي او د اروپائي ائتلاف صدر ارسالا وين ډر لي اين سره جلا جلا ملاقاتونه كوي۔ وز??راعظم به د مصر لخوا د COP 27 پحقله د مشرانو په غونډه كښې ??م ګډون كوي۔ دغسې وز??راعظم به د فن لېنډ صدر صعولي ننستو سره په دوه اړخيزه چارو ملاقات كوي او ماښام به وز??راعظم د امريکائي صدر جو بائيډن لخوا د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 77مې غونډې پحقله تابيا كړې غونډه كښې ګډون لپاره امريکن نيچرل هسټري ميوزيم ته ځي
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره به د آئي اېم اېف مېنېجنګ ډائرېكټر٬ د ورلډ بېنك ګروپ صدر او نور مهم شخصيات ملاقاتونه كوي
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ