اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د اوبو كمي ستونزې هوارولو او په لويو ښارونو كښې د وېسټ واټر ټريټمنټ پلانټس په اهميت زور رواړلو سره وئيلي د اوبو كمي ستونزې هوارولو او واټر ټريټمنټ پلانټس لپاره نوې ټېكنالوجي كارول ضرورې دې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د اوي اربن سټي او د سنټرل بزنس ډسټرکټ په منصوبه د پېشرفت جاج اخستو غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين ، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل، د نوي پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن لېفټيننټ جنرال(ر) انور علي حېدر، د راوي اربن ډويلپمنټ اتھارټۍ سي اي او عمران امين، د اېل ډي اے وائس چيئرمېن اېس اېم عمران او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ غونده كښې په دواړو منصوبو د شوي پېشرفت په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې پرمختيائي كارونه به راتلونكې اوونے كښې د كنټرېكټ اجراء نه پس ډېر زر پېل شي٬ د صنعتي زون پحقله د منظورۍ عمل به په جون كښې بشپړ شي او د دې نه پس به د انفراسټركچر كار پېل شي٬ په راوي سټي كښې به اقراء پوهنتون، UMT او ISC خپل كېمپسز جوړوي٬ اقراء پوهنتون خپل كېمپس سره سره د روغتون په جورولو كښې هم خوښي ښكاره كړې ده۔ په غونډه كښې راوي سټي كښې د واسا درې واټر ټريټمنټ پلانټس منتقلۍ او ويسټ واټر ټريټمينټ لپاره د جديد ټيکنالوجۍ كارولو په حقله هم بريفنګ وركړے شو۔ غونډه د جوډيشل واټر کميشن لخوا انوائرنمنټل پروټيکشن اېجنسۍ ته د راوي سټي منصوبې لپاره د منظورۍ عمل زر تر زره د بشپړولو هداياتو په اړه هم خبر كړې شوه۔ ګډون كوٶنكو ته ځائي خلقو لپاره د راوي سټي منصوبې د افاديت پحقله بريفنګ كښې ووئيلي شؤ چې په منصوبه كښې ځائي خلقو لپاره د ملازمتونو كوټه مختص كړې شوې ده او په ابتدائي توګه به يو لك ځائي كورنيو ته په دې منصوبه كښې د روزګار موقعې په لاس ورشي ٬ د دې نه علاوه د دارو درملو پحقله به هم ځائي كسانو ته د درملنې په خرڅونو كښې 50 فيصده رعايت ترلاسه وي۔ وزيراعظم د اوبو كمې او په خاص توګه لاهور غوندې لوي ښار كښې د وېسټ واټر ټريټمنټ پلانټ په اهميت زور رواړلو سره ووئيل چې د اوبو كمې لرې كولو او واټر ټريټمينټ پلانټس لپاره نوې ټېكنالوجي كارول زيات ضروري دي۔ وزيراعظم د واټر ټريټمينټ او وېسټ واټر ډسپوزل په لړ كښې د يو مربوط او جامع لائحې مرتب كولو امر وكړٶ دغسې چې وګړو ته پاكې او كركيلې ته زياتې اوبه وركول باري كړې شي۔ په غونډه كښې د سنټرل بزنس ډسټرکټ په منصوبې د پيشرفت په اړه بريفنګ وركولو سره ووئيل شول چې په دې منصوبه كښې د نيلامۍ عمل به د جولائي كال 2021 په وړومبنۍ اوونۍ كښې پېل كړے شي٬ د سنټرل بزنس ډسټرکټ منصوبې پحقله بورډ جوړ كړے شوے دے، نېسپاك او اېف ډبليو او څخه د ډيزائن په لړ كښې معاونت روان دے او پرمختيائي كار په راتلونكې اوونۍ كښې پېل كړے شي۔
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې غونډه د راوي اربن سټي او د سنټرل بزنس ډسټركټ منصوبې په پېشرفت بريفنګ په راوي اربن سټي كښې به اقراء پوهنتون٬ يو اېم ټي او آئي اېس سي كېمپس جوړولے شي
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada