اسلام آباد 14اپريل (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي د کورونا وبا له امله د نړۍ قوي معيشتونه ځپلې شوي،مونږ په دغي چيلنجونو قابو موندلو له معاشي سفارت کاري ، علاقائي رابطو ته د ودې وركولو په پاليسيو عمل كوو۔خارجه وزير د شورو په ورځ خارجه وزارت كښې د كورونا وبائي صورتحال ،معاشي سفارت کارۍ او سيمه ايزي سلامتيا په اړه د اعليٰ پائي غونډي مشري كوله۔په غونډه كښې د فوډ سکيورټي وفاقي وزير سيد فخر امام، د خزاني وفاقي وزير حماد اظهر، د توان وفاقي وزير عمر ايوب، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد،خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري، خاص مرستيال معيد يوسف، د موسمي بدلون خاص مرستيال ملك امېن اسلم٬ چيرمېن بي او آئي عاطف بخاري، وفاقي سيکرټري انفارميشن ټيکنالوجي شعيب احمد صديقي، خارجه سيکرټري سهيل محمود او اعلي عسکري او سول چارواكو ګډون وكړو۔ د غونډي په مهال د کورونا وبائي چيلنج معاشي مضمرات، د قامي سلامتيا،سيمه ايز استحکام او د سيمي صورتحال په اړھ تفصيلي مشاورت وكړے شو۔خارجه وزير ووئيل د کورونا وبا د نړۍ قوي معيشتونه ځپلي دي۔ د پاکستان په شان پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د دې معاشي مضمرات مخنيوے يو لوي چيلنج دے۔مونږ په دې تناظر كښې خپل جغرافيائي سياسي ترجيحات په جغرافيائي معاشي ترجيحات بدل كړي۔ شاه محمود قريشي ووئيل مونږ په دې چيلنجونو قابو موندلو لپاره معاشي سفارت کاري ، د سيمه ايزو رابطو ودې په پاليسو عمل كوو۔خارجه وزير ګډون كوونكي د خپلې المان اوسنۍ دوري په مهال د المان موثره کمپنيو مشرانو او کاروباري شخصيات سره د شوو ګټه ورو ملاقاتونو څخه خبر كړه۔ ده ووئيل سيمه كښې مستقل امن لپاره به نړيوالي ورورولۍ له خپل كردار ترسره كول وي۔شاه محمود قريشي ووئيل د بشري حقونو علمبرداره هېوادونو له به مقبوضه جمو او کشمير كښې روانو د بشري حقونو خلاف ورزو مخنيوي او په بې ګناه کشميريانو د هند جبر ختمولو لپاره هڅي كول وي ۔ ده ووئيل مونږ افغانستان كښې امن لپاره د افغانانو په مشرۍ كښې افغانانو ته د ِ قبلولو وړ او د ګټورو سياسي خبرو اترو مرستيال يوو ۔پاکستان به د افغان امن عمل پشمول سيمه كښې امن او استحکام لپاره خپلي هڅي رواني ساتي
د خارجه وزير شاه محمود قريشي په مشرۍ كښې د کورونا وبائي صورتحال ،معاشي سفارتکارۍ او د سيمه ايزي سلامتيا په اړه غونډه
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria