اسلام آباد۔19مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي د پنجاب پری اربن هاؤسنګ سکیم ترسېوري لاندې وړو ښارونو او كليو كښې مزدورانو او بې وزله طبقې له چھت وركولو له په اولني پړاؤ كښې 26 تحصیلونو كښې په 3 زره كناله زمكه منصوبې د اپرېل نه پیل كېږي۔ خبريالانو له به فراش ټاؤن كښې 4 زره فلېټس جوړولې شي۔ فلېټس به په مېرټ وركولې شي۔ هغه د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ شهباز ګل ووئيل اولس هره اونۍ په هاؤسنګ منصوبو د روان پېشرفت په اړه خبرولې شي۔ هغه ووئيل څو كلونو كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښې بدلون رامخې ته شوے او دا بدلون د حكومت لخوا د غوره چاپېرچل باوري كولو په نتيجه كښې راغلے ۔ هغه ووئيل اوسني حكومت د تعميرات څانګې ودې او دې كښې تندي راوستلو له تګلاره وضعه كړې۔ هغه ووئيل امريكا كښې د جي ډي پي 80 فیصده قرض د هاؤسنګ سكيم څانګې ته وركولې شي۔ هند كښې 12 فيصده قرض دغه څانګې ته وركولې شي۔ پاكستان كښې ډېر كم پور د تعميرات څانګې له وركولې شي۔ عام وګړي هم د پور ترلاسه كولو كښې د رامخې ته كېدونكو مسئلو او د سود زياتې شرح له امله د پور اخستو نه ډډه كوي۔ خو اوسني حكومت د منافعې شرح كمه كړې او دې كښې به نوره هم كمي كولې شي۔ هغه ووئيل وزیراعظم عمران خان د 50 لکه كورونو په ويژن عملدرآمد ته پام لرنې سره نیا پاکستان هاؤسنګ اتھارټی جوړه كړې۔ اوس وګړي به آسانۍ سره قرض ترلاسه كولې شي۔ هغه ووئيل د حكومت دې پالېسۍ سره به تعميراتي څانګه كښې بدلون رامخې ته شي او د حكومت د 50 لكه كورونو او يو كروړ ملازمتونو وركولو لوظ ترسره كولو له به مرسته ترلاسه شي۔ هغه ووئيل د تېرو حكومتونو او اوسني حكومت په پالېسيو كښې ښكاره فرق ليدے شي
د پنجاب پري اربن هاؤسنګ سكيم اولني پړاؤ كښې په 26 تحصيلونو كښې په 3 زره كناله زمكه منصوبې اپرېل كښې پېل كېږي، ډاکټر شہباز ګل
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais