اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي)د زمكي پوځ مشر سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئېلي دي چې د وطن و??لو حفاظت او خېرښېګړه مقدم ده٬د هر يو ځپلي تر بحالۍ به په قلاره نه كېښنو۔كه دې لپاره هر څومره هڅې كول وي كولې به شي٬پاكستانې اولس زمونږ ترجيح ده او مونږ به په دې سخت وخت كښې د دوي په مرسته كښې هېڅ كسر نه پرېږدو۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا د خالي په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئېلې شوي دي چې سرلښكر دا خبرې د بلوچستان د سېلاب ځپليو س??مو د دورې په مهال وكړی۔سرلښكر په ګوټه صدروي٬لاكهړا او لسبيله كښې د فلډ رېليف او مېډيكل كېپمونو دوره هم وكړه او د سېلاب ځپليو ځايې خلكو د خېريت پوښتنه يې وكړه۔د زمكي پوځ مشر د مرستې په چارو كښې بوښت عسك??و سره ملاقات هم وكړو او په خذمت يې د دوي هڅې وستائېلې۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې سرلښكر ووئيل چې د وطن و??لو حفاظت او خېرښېګړه مقدم ده٬د هر يو ځپلي تر بحالۍ به په قلاره نه كېښنو۔كه دې لپاره هر څومره هڅې كول وي كولې به شي٬پاكستانې اولس زمونږ ترجيح ده او مونږ به په دې سخت وخت كښې د دوي په مرسته كښې هېڅ كسر نه پرېږدو۔سرلښكر په سېلاب ځپليو س??مو كښې تحفظ٬رېليف او د انفراسټركچر بحالۍ لپاره د سول انتظاميې مرستې لپاره د ټولو وسيلو كارولو ه??اي?? وكړو۔ده ه??اي?? وكړو چې بايد مونږ د حكم انتظار كولو نه بغېر خپلو ضرورت مندو وروڼو او خوئېندو ته ورسو او بايد په دې قدرتي آفت قابو موندلو كښې د دوي مرسته وكړو
د وطن والو حفاظت او خېرښېګړه مقدم ده٬د هر يو ځپلي تر بحالۍ به په قلاره نه كېښنو۔سرلښكر قمر جاوېد باجوه
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری