اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) وزير اعظم شهباز شريف وئيلي دي حکومت د تھرمل ذريعو څخه د ګراني برېښنا په پيداوار خرچ كيدونكې قيمتي زرمبادلې بچت كولو لپاره د شمسي توان ودې له لوظي دے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د چين سفارت ناظم الامور پينګ چنکسو په مشرۍ كښې د چائنه تھري ګور جز انټرنيشنل، کوهاله هائيډرو پاور پراجيکټ او کروټ هائيډرو پاور پراجيکټ پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې وزيراعظم سره ملاقات کولو ۔ وزيراعظم کروټ هائيډرو پاور پراجيکټ په وخت بشپړولو او دې څخه کمرشل آپريشن پيل كولو څخه وړاندې پاکستان له ويړيا برېښنا وركولو په اړه د چائنه تھري ګور جز انټرنيشنل مننه وكړه۔دغسې وزيراعظم دې څخه وړاندې د تجديد وړ توان ذريعو او په خاص توګه هائيډل، سولر او سيلۍ نه د برېښنا پيدا كولو په اړه په ګډه كار كولو له خوښي څرګنده كړه۔ وزيراعظم د تھرمل ذريعو څخه د ګراني برېښنا پيدا كولو لپاره د تيل او ګېس په درآمد خرچ كيدونكې قيمتي زرمبادله بچ كولو لپاره هېواد كښې د شمسي توان پيداوار زياتولو لپاره د عزم څرګندونه وكړه۔ده چائنه تھري ګورجز ته په دې لړ د لږ نه لږ د 7000-8000 ميګاواټ برېښنا جوړولو تکنيکي، مالي او معاشي پلان د آختر نه پس د وړاندې كولو ووئيل۔۔ په دې مهال وزيراعظم اړوندو چارواكو ته تر 20 جولائي نوې LOS جاري کولو سپارښتنه وكړه۔ملاقات كښې د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړے شاهد خاقان عباسي،وفاقي وزير انجينئيرخرم دستګير،وفاقي وزير سيد خورشيداحمد شاه، د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه، د وزير اعظم خاص مرستيال ظفر الدين محمود او اړوندو چارواكو ګډون كولو
حکومت د ګراني برېښنا په پيداوار خرچ كيدونكې قيمتي زرمبادله بچ كولو لپاره د شمسي توان ودې له لوظي دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف د چائنه تھري ګورجز انټرنيشنل، کوهاله هائيډرو پاور پراجيکټ او کروټ هائيډرو پاور پراجيکټ پلاوي سره خبري
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز