اسلام آباد14ستمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكتفرخ حبیب وئيلي دي چې د خوراك او زراعت نړيوالې ادارې له مخې د فروري كال 2020 نه تر اګست 2021 د خوراكي توكو بيعه كښې په نړيوالې كچه 127 فيصده اضافه شوې ده كومه چې د كورونا نړيوالې وباء٬٫ پېداوار كښې كمې٬ لاجسټك كاسټ كښې د اضافې نتيجه ده خو د دې باوجود د بهتره حكومتي پاليسو په سبب د ګراني د نړيوالې كچې بشپړ آغيز منتقل كېدو ته نه دې پرېښودل شوے٬ خو پي ډي اېم په سترګو د اېن آر او پټۍ تړلې ده، دوي د نه منلو ګردان پېل كړے٬ ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ خپلو دورونو كښې د پېداوار زياتولو په ځائ مني لانډرنګ٬ جعلي اكاٶنټس او كرپشن ته پام ګرځولې۔ د نهې په ورځ په پي آئي ډي كښې خبريالانو سره په خبرو كښې د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبیب ووئيل د كال 2008 نه تر كال 2018 په نړيواله كچه د غلې په بېعه كښې اضافه نه وه شوې٬ د دې نه پس د كورونا نړيوالې وباء٬ پېداوار كښې كمې٬لاجسټك كاسټ كښې د اضافې نه پس بيعه كښې اضافه شوې ده۔ ده ووئيل د خوراك او زراعت نړيوالې ادارې له مخې د فروري كال 2020 نه تر اګست 2021 د خوراكي توكو بيعه كښې په نړيوالې كچه 127 فيصده اضافه شوې ده٬ په خوراكي توكو كښې دا اضافه په لس كالو كښې د ټولو نه زياته ده٬ پاكستان 70 فيصده دالونه او خوراكي تېل درامد كوي٬ د دې باوجود د بهتر حكومتي پاليسو په سبب د نړيوالې كچېد اضافې اغيز په بشپړه توګه منتقل كېدو ته نه دې پرېښودل شوے۔ ده ووئيل حكومت په غذائي تحفظ كار كوي، په ماضي كښې (ن) ليګ د كاټن په ايريا كښې شوګر ملز لګولي او هلته ئې د ګني كر پېل كړے۔ فرخ حبیب ووئيل د كم آمدن او متوسط طبقې لپاره د زر ارب د استوګبي او كمرشل منصوبې منظور شوې دي چې معاشي اغيز ئې 5000 زره اربه دے۔ ده ووئيل د خواري كښو آمدن هم زيات شوے٬ په پنځه شپږ سووه مزدوري كوٶنكي نن زر او 1200 روپۍ ديهاړي اخلي او مستري 2500 روپۍ ديهاړي اخلي، نن په فېصل آباد كښې ټول پاور لومز فعاله دي۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان د كورونا وباء مخنيوي پاليسي ګرده نړۍ كښې ستائېلې كېږي، اکانومسټ پاکستاني معیشت بهترين ګرځولے،مریم او بلاول خو د پېل نه د بشپړه لاك ډاٶن مطالبه كوله، دوي مزدورانو او ديهاړمارو سره هېڅ كار نه لرلو۔ ده ووئيل د ګرانفروشۍ او ذخيزه اندوزۍ په ضد مېكنزم تېار كړے شوے، هره اوونۍصوبو سره په ګډه د ډېټا جاج اخستل كېږي۔ فرخ حبیب ووئيل کامیاب جوان پروګرام، هاٶسنګ منصوبې او صحت كارډ د مېنځنۍ او كم آمدن طبقې لپاره دي، د کم آمدن كورونو جوړولو لپاره بېنكونو ته د 154 اربه قرض درخواستونه موصول شوي،60اربه قرضې منظور شوې دي، د كوچنۍ او مېنځنۍ درې صنعتونو ته سټېټ بېنك د ضمانت نه غېر تر يو كروړ روپو سرمايه وركوي٬ دې سره به د روزګار يو شمېر موقعې پېدا شي
د خوراكي توكو په بيعه كښې د نړيوالې كچې 127 فيصده اضافې بشپړ آغيز مو منتقل كېدو ته نه دې پرېښې۔ فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : números quina hoje