اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مرتضي سولنګي د سي پېك د لوړ معيار په نوي پړاو كښې له چين سره په بېلا بېلو څانګو كښې د پاكستان د اړيكو او مرستې د پياوړې كولو عزم ښكاره كولو سره وئيلي چې د چين بېلټ اېنډ روډ اېنشېټو د معاشي پرمختګ د لارې د امن او سوكالۍ راوستلو څرګندونه ده۔ ده دا خبره د چين د سياسي قونصلر مس باؤ ژونګ په مشرۍ كښې د چين د خبري رسنيو له پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د مرکزي رسنیو تر منځ همکاري به نوره هم پیاوړې كولې او د پي ټي وي ٬ رېډيو پاكستان او اے پي پي د لارې به د پاك چين راهدارۍ منصوبې په ډاګه كولې شي۔ په ملاقات كښې په ګډ رپورټنګ ٬ د رسنیو د پلاويو د تبادلې په برخه کښې د عملي همکاریو په پياوړتيا موافقت هم وشو۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې نګران وفاقي وزير ووئيل پاكستان د چين اولس مشر شي جن پنګ بېلټ اېنډ روډ انېشېټو (بي آر آئي) ته د قدر په سترګه ګوري٬ بي آر آئي د اقتصادي پرمختګ له لارې د امن او سوكالۍ راوستلو څرګندونه ده۔ ده ووئيل معاشي پرمختګ لپاره د سي پېك مرکزيت او د چين سره د مضبوطې ملګرتيا په اړه عامه پوهاوي رامنځته كولو كښې د ميډيا كردار ته اړتيا ده۔ ده ووئيل پاكستان به د سي پېك د لوړ معيار په نوي پړاو كښې له چين سره په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكې او مرسته پياوړې كړي۔ ده ووئيل پاکستان غواړي چې د چين د پرمختګ له تجربو څخه ګټه پورته کړي٬ د بې وزلۍ له منځه وړلو، څېړنې او پرمختګ، آئي ټي ٬ رسنيو او نورو برخه كښې به د چين كاميابو څخه استفاده كوؤ۔ په دې موقع د چين پوليټيكل قونصلر ووئيل چې دوي به د ميډيا پشمول د آئي ټي٬ كركيلې او صنعت په څانګو كښې د پاكستان سره مرستې ته وده وركوي۔ په ملاقات كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكتر، اېګزېكټو ډي جي اې پي ونګ، منېجنګ ډائرېكټر اے پي پي، ډي جي پي بي سي او د پي ټي وي ډائرېكټر كرنټ افيئر هم موجود وو۔
وفاقي وزير مرتضی سولنګي سره د مس باؤ ژونګ په مشرۍ كښې د چينائي رسنيو پلاوي ملاقات٬ د دواړو هيوادونو د مرکزي رسنیو تر منځ همکارۍ لا پياوړې كولو او د سي پيك منصوبو په ډاګه كولو پريكړه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج