پینډي 05 جنوري (اے پي پي)د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)ډائرېكټر جنرل ميجر جنرال افتخار بابر وئېلي دي چې پاك پوځ هېواد ته د ورپېښو كورنيو او بهرنيو خطرو سره په ښه ډول خبر دے او د دې د بشپړ ځواب وركولو صلاحيت لري٬ د كالعدم ټي ټي پي په ضد عمليات كېږي٬د افغانستان لنډ مهاله حكومت ته مو وئېلي وو چې دوي دې خپله خاوره ټي ټي پي ته د پاكستان په ضد كارولو ته ورنه كړي٬د هېواد څخه يو شمېر ترهه ګرې ډلې ختمې كړې شوي دي٬په افغان پوله د ازغن تار لګولو كار به په وخت ترسره كوو٬د نېشنل ايكشن پلان له مخې د 38 نه د زياتو ترهه ګرو ډلو په ضد بشپړه كاروائۍ شوې دي٬كوم وسله وال كس يا ډلې ته قانون په لاس كښې د اخستو اجازه نه شي وركولې كېدې٬د هېواد دښمن عناصر ناوړه مقاصد ترلاسه كولو لپاره د حكومت٬اولس٬د پاكستان پوځ او د ادارو ترمينځه خيلج پېدا كول غواړي۔د دروغو او د بې بنسټه پروپیګنډې د لارې د ناوړه مقاصدو ترلاسه كولو د دوي ټولې ناوړه هڅې به شنډې شي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ده ووئيل چې د خبري كنفرنس مقصد د منطقې د صورتحال جاج اخستل دي٬په كنټرول لائن ټول كال سوله وه٬د اېل او سي په خوا كښې د آبادۍ په حالاتو كښې بهتري راغلې٬هند په كورنۍ توګه مذهبي انتهاخوښۍ سره مخ دے٬د هندي پوځي مشرانو لخوا د پاكستان په ضد منفي او د دروغو پروپیګنډا شوې۔ده ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د انساني تاريخ بدتره محاصره روانه ده٬هند په مقبوضه كشمير كښې د ظلمونو بازار ګرم كړې٬هند د جنيوا او د نړيوالو لوظ نامو خلاف ورزۍ كوي۔ده ووئيل چې د خپلواكۍ د حق ورځې په مهال كشميريانو ته د عقيدت پیرزوينه وړاندې كوو۔د افغانستان د صورتحال ذكر كولو سره ده ووئيل چې د افغانستان څخه د غېر ملكي ځواكونو وتلو اثرات په پاكستان هم شوي دي ځكه چې په افغانستان كښې د قانون نافذ كونكو ادارو خلا پېدا شوه٬هيله ده چې صورتحال به زر ښه شي۔د پاك پوځ وياند ووئيل چې په پاك افغان پوله لګولې شوې ازغن تار د دواړو خوا اولس ته تحفظ وركوي او د طريقې له مخې تګ راتګ روان دے۔په پاك افغان پوله د ازغن تار لګولو 94 فيصده او د پاكستان او ايران په پوله د ازغن تار لګولو 71 فيصده كار ترسره كړې شوې٬د تار په لګولو كښې زمونږ د شهيدانو وينه شامله ده٬د امن مقصد لپاره ستونزې په زغم او احتياط حل كول غواړو٬د پاكستان او افغانستان ترمينځه مكمل همغږي ده۔په پاك افغان پوله د پاكستان د 12 زره نه زياتې د پولې پوستې دي٬د پولې امنيت لا مستحكم كولو لپاره اېف سي لپاره 67 نوې ونګ جوړ كړې شوي٬د قاچاق او د نشه اي توكو په وړلو راوړولو قابو موندلو كښې كاميابي ترلاسه شوې۔ميجر جنرال بابر افتخار ووئيل چې د افغانستان اوسنې صورتحال سنګينه انساني پېښه پیدا كولې شي٬د دې به په پاكستان او د منطقې په امنيت نيغ په نيغه آغېز وشي۔سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د بېلا بېلو غونډو او ملاقاتونو په مهال د افغانستان د صورتحال معامله پورته كړې۔د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل ووئيل چې ردالفساد عمليات د ځانګړي نوعيت وو٬د خفيه اطلاعاتو په بنياد 60 زره آپرېشنز شوي دي٬په دې كاروائيو كښې پوځي٬سول او قانون نافذ كونكو ادارو مهم كردار ترسره كړې٬امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو په ضد د عملياتو د لارې د دوي انفراسټركچر تباه كړې٬ 890 سېكورټي الرټ جاري كولو سره د ترهه ګرۍ د 70 فيصده پیښو په مخ نيوي كښې مرسته شوې٬د ترهه ګرۍ په پېښو كښې ككړ مجرمان او د دوي سهولت كار بې نقابه كړې شوي٬په قبائېلي سيمو كښې د 70 زرو نه زيات مائنونه تلف كړی شوي٬په دې مهال د امنيتي ځواكونو ډېر ځوانان شهيد او ژوبل شوي۔د پاك پوځ وياند ووئيل چې د كال 2014 په مقابله كښې په 2021م كښې د كراچۍ د امن او امان صورتحال ډېر ښه شوې٬د هدفي وژنو او د بتې اخستلو په پېښو كښې ځانګړې كمې راغلے۔په 2014 كښې كراچۍ په وائلډ كرائم انډيكس كښې په شپږم لمبر وه٬اوس 129 نمبر ته راغلې۔ميجر جنرال بابر افتخار ووئيل چې په كال 2021 كښې 248 افسرانو او ځوانانو د هېواد دفاع لپاره خپل ځانونه قربان كړي٬مونږ د شهيدانو كورنيو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوو۔د شهيدانو په قربانۍ په هېواد كښې امن راغلې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې ټي ټي پي سره د دسمبر په 9مه نېټه ډز بندي ختمه شوې٬د كالعدم ټي ټي پي په ضد عمليات كېږي٬د افغانستان لنډ مهاله حكومت ته مو وئېلي وو چې هغه دې خپله خاوره ټي ټي پي ته د پاكستان په ضد كارولو ته ورنه كړي٬د افغان دولت په خواست ټي ټي پي سره مذاكرات پېل كړې شول٬په ټي ټي پي كښې دننه اختلافات هم دي او دوي سره په ځينې شرائطو خبرې نشي كېدې۔د ټي ټي پي بريدونه شنډولې شي۔ده ووئيل چې په منطقه كښې د رامخې ته كېدونكي صورتحال په تناظر كښې اقدامات باوري كوو٬د خپلو دفاعي ضرورياتو نه خبر يو٬هند وسله اخلي او په پولو يې هم په ځاې كوي٬مونږ د دې نه په ښه ډول خبر يو او په دې تناظر كښې اقدامات هم كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وئيل چې پاكستان د افغانستان لنډ مهاله حكومت سره ښې اړيكې لري٬د قامي سلامتيا پالېسۍ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د قامي سلامتيا پالېسي يو ښه اقدام دے٬بايد په دې عمل وكړې شي۔د نواز شريف د ملاقاتونو او ډيل په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې د پاك پوځ وياند ووئيل چې د ډيل خبرې يوازې قياسونه دي٬څوك ډيل كوي يا چا سره يې كوي٬دا ټول بې بنسټه قياسونه دي بايد د داسې سياسي بحثونو نه ډډه كولو سره په تعليم او انفراسټركچر خبرې وكړې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د پاكستان حكومت او سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په هر فورم د افغانستان مسئله پورته كړې بايد نړيواله ټولنه د دې شخړې په اړه په ګډه مخ په وړاندې لاړه شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې نړۍ د كشمير مسئله په سنجيدګۍ اخلي٬پاكستان په هر فورم په موثر ډول د كشمير مسئله په ډاګه كړې٬د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ده ووئيل چې د پاكستان او افغانستان ترمينځه په حكومتي كچه خبرې شوې دي۔د ازغن تار په معامله زيات اختلافات نشته٬د پاكستان او افغانستان نړيواله پوله تسليم شوې ده۔د اوسني معاشي صورتحال په تناظر كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې هېواد د ډېرې مودې نه معاشي چېلنجونو سره مخ دې٬پاك پوځ د هېواد د وسيلو له مخې دفاعي صلاحيت باوري كوي٬پاك پوځ د ګرانۍ په تناظر كښې د تېرو دوه كلونو په مهال په بجټ كښې اضافه نه ده اخستې۔د پاكستان دفاعي بجټ د هند په مقابله كښې ډېر كم دے٬سره د محدود وسيلو مونږ دفاعي صلاحيت په ځاې ساتلې٬پاك پوځ د كورنيو او بهرنيو خطرو مخ نيوي لپاره تيار دے٬په پاكستان كښې د داعش هېڅ وجود نشته۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د بلوچستان پشمول په نورو سيمو كښې ترهه ګر په نښه كولې شي٬د دوي اډې تباه كولې شي٬هېواد ته د ترهه ګرۍ د لعنت څخه نجات وركولو لپاره پاك پوځ قربانۍ وركوي٬د سرلښكر د ملازمت مودې د پراختيا په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده دا بې بنسټه قياس ګرځولو سره ووئيل چې بايد د داسې قياسونو څخه ډډه وكړې شي۔ده ووئيل چې پاكستان د اېف اے ټي اېف په نكاتو عمل كړې٬هيله ده د پاكستان نوم به زر د ګرے لسټ څخه ويستلې شي۔د چين او تركيې څخه د دفاعي ساز او سامان اخستلو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پاكستان خپله فضائي دفاع د وړاندې نه قوي كړې خو د ضرورت له مخې دفاعي ساز او سامان ترلاسه كولې شي۔د مارچ د 23مې نېټې د پرېډ په اړه ده ووئيل چې دا پرېډ به په وخت كېږي خو د پرېډ په مهال به د اېن سي او سي په اصولو او حفاظتي تدابيرو عمل كولې شي۔د ګرانۍ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پاك پوځ د اولس څخه دې او د دې احساس لري٬په اړوند فورم ضروري مرسته او مشاورت وركولې شي
پاك پوځ هېواد ته د ورپېښو كورنيو او بهرنيو خطرو سره په ښه ډول خبر دے٬د كالعدم ټي ټي پي په ضد عمليات كېږي٬په افغان پوله د ازغن تار لګولو كار به په وخت ترسره كوو٬د ډيل خبرې يوازې قياسونه دي۔د آئي اېس پي آر ډي جي مير جنرل افتخار بابر خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔