کراچی۔30ستمبر(اے پی پی) د وزیر اعظم د جوړې كړې شوې ريليف كمېټۍ غونډه د وفاقي وزير سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د سندھ چیف سېکتر ډاکټر محمد سهېل راجپوت، صوبائی وزیر (بلدیات) سید ناصر حسین شاہ، پخواني وزیر اعلی (سندھ) سید قائم علی شاہ او نورو ګډون وكړو۔ د آبي وسائلو وفاقی وزیر سيد خورشید احمد شاہ هدایت وكړو چې سېلاب ځپليو سيمو څخه د اوبو ويستلو او اولس ګېسټرو او مليريا څخه محفوظ ساتلو له دې ګامونه پورته كړې شي۔ ده ووئيل د خېر ښېګړې ادارې چې د مرستې عملياتو كښې كومو ستونزو سره مخ دي هغه به هوارې كړې شي۔ په غونډه كښې د بلدياتو صوبائي وزير ناصر حسېن شاه ووئيل ودانيو څخه د اوبو ويستلو كار په تندۍ سره روان دے۔ ده ووئيل د سندھ د اعلی وزير خپل كلې ځپلې شوې دې۔ د آبپاشۍ او بلدياتو څانګې او پبلك انجينئرنګ ودانيو څخه د اوبو ويستلو كار پېل كړې دې۔ ده ووئيل اېن ډي اېم اے او پي ډي اېم اے په ګډه كار كوي او د مرستې كوم سامان چې پاكستان ته رارسي هغه اېن ډي اېم اے او وفاق ته سپارلې شي۔ په دې كښې صوبائي نمائندګي هم موجود وي او د ضرورت له مخې ځپليو سيمو ته رسولې شي۔ غونډې ته د سندھ چيف سېكتر ووئيل سیلاب څخه 757 كسان مړه او 8422 ژوبل شوي دي۔ دغسې د سېلاب د لاسه 432852 څاروي هم مړه شوي دي۔ ډاكټر محمد سهېل ووئيل په 2743 ريليف كېمپونو كښې 366682 خلك استوګن دي۔ د روغتيا څانګې ووئيل چې سېلاب ځپليو سيمو كښې په 398 میډیکل کېمپ كښې 599 ډاکټران او 1054 پېرامېډېکس كار كوي۔ د جولائی نه تر دې دمه په سېلاب ځپليو سيمو كښې 33 لكه 85 زره وګړو ته د روغتيا آسانۍ وركړې شوي دي۔ په غونډه كښې سېلاب ځپليو لپاره د خېر ښېګړې ادارو چارې وستائلې شوې۔
د وفاقي وزير سيد خورشيد احمد شاه په مشرۍ كښې د ريليف كمېټۍ غونډه ٬ سېلاب ځپليو سيمو څخه د اوبو ويستلو او اولس ګېسټرو او مليريا څخه محفوظ ساتلو له د ګامونو پورته كولو هدايت
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب