اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي سي پېك د پاك چين شريكه اقتصادي مرسته زياتولو لپاره يوه ترجيحي منصوبه ده٬ د منصوبې له مخې د پاكستان او چين ترمېنځه تجارتي٬ صنعتي٬ زرعي او اقتصادي اړيكو ته وده وركړے كېږي٬ پاك چين قيادت د دواړو هېوادونو او د اولس ګټې لپاره د شريكو اړيكو ودې له عزم لري٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اقتصادي مرسته به د سيمه ايز او نړيوال تجارتي انضمام ودې له مهم كردار ولوبوي۔ د نهې په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې عبدالرزاق دادٶ ووئيل دواړه هېوادونه د وړاندې نه د معيشت په بېلا بېلو څانګو او په خاص توګه تجارت او د سرمايه كارۍ شريكې ګټې او د منطقې ګټې لپاره مرسته لا قوي كوي۔ ده ووئيل سي پيك د پاك چين خپلواكه تجارتي لوظنامې فيز ټو(سي پي اېف ټي ټي اے- II) په دې سمت كښې يو مهم سنګ ميل دے چې ورسره د دواړو هېوادونو شريك تجارت او سرمايه كارۍ ته وده ترلاسه شوې۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې دواړٶ هېوادونو اپرېل كال 2019 كښې د وزيراعظم عمران خان د چين دورې په موقع د پاك چين فري ټرېډ اېګريمنټ (سي پي اېف ټي ټي اے) په دوېم فېر لاس ليك كړے ٶ كوم چې د جنورۍ په وړومبۍ نيټه كال 2020 څخه نافذ العمل دے۔ عبدالرزاق داؤد ووئيل په تېرو لسو مياشتو كښې د پاكستان چين ته برآمدات د تېر كال په دومره موده كښې 31 فيصده زياتوالي سره 1.951 اربه ډالرو ته رسېدلي۔ ده ووئيل دې لوظنامې سره په ټولو ممكنه څانګو كښې د پاكستان په برآمدات ښه اغيز شوے كومه چې دا خبره په ګوته كوي چې پاكستان په سم لور مخ په وړاندې روان دے ۔ ده ووئيل د دې لوظنامې له مخې 313 اعلٰې ترجيحي ټېرف لائنونو كښې پاكستان لپاره بيعه تر صفر كمه كړې شوې او دې سره هېواد ته ګټه رسېدلې۔ ده ووئيل په دې وروستيو كلونو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه تجارتي حجم په مستحكم ډول مخ په وړاندې په تندۍ سره زياتېږي حالانكه د دې نه وړاندې دا توازن تر ډېره حده د چين په حق كښې ٶ۔ ده ووئيل دا مهال چين د پاكستان يوازنے لوي تجارتي پارټنر دے او پاكستان په سوئيلي آسياء كښې د چين دوېم لوي تجارتي شراكتدار دے۔ ده ووئيل پاكستان كښې د چين سرمايه كاري زياته شوې ځكه چې لوي لوي سركاري كمپنو او د نجي څانګې كاروباري ادارو په پاكستان كښې سرمايه كاري كړې۔ په دې موقع د پاكستان چائنا جوائنټ چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري (پي سي جے سي سي آئي) صدر اېس اېم نويد اے پي پي سره خبرې وكړې او د چين پاكستان په اقتصادي او تجارتي اړيكو ئې رڼا واچوله۔
سي پېك د پاك چين اقتصادي مرسته زياتولو لپاره منصوبه ده٬ د منصوبې له مخې د پاكستان او چين ترمېنځه تجارتي٬ صنعتي٬ زرعي او اقتصادي اړيكو ته وده وركړے كېږي۔ د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد اے پي پي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea