اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي خېبر پښتونخوا كښې د خونه (زېتون) كر، د بېليون ټري هني او بېليون ټري ډرائي فروټ منصوبو پحقله اقدامات په بيړه كولو ته اړتيا ده٬ په دې منصوبو د پېشرفت جاج لپاره به ډېر زر د صوبې دوره كوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان سره خپلو خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال ګورنر وزيراعظم په صوبه كښې د پوهنتونونو د انتظامي چارو پحقله د اصلاحات نه خبر كړو۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر وزيراعظم ته په صوبه كښې د خونه د كر ٬ د بېليون ټري هني او بېليون ټري ډرائي روټ منصوبو پحقله هم بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم عمران خان د دې منصوبو پحقله د اقداماتو په بيړه كولو په ضرورت زور رواړولو سره ووئيل زه به د دې منصوبو د پېشرفت جاج اغستو لپاره به ډېره زر د صوبې دوره كوم
خېبر پښتونخوا كښې د خونه (زېتون) كر، د بېليون ټري هني او بېليون ټري ډرائي فروټ منصوبو پحقله اقدامات په بيړه كولو ته اړتيا ده٬ د وزيراعظم عمران خان سره د ګورنر شاه فرمان ملاقات
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی