اسلام آباد۔24مارچ (اے پی پی) پاکستان د بنګله دېش په يو كېمپ كښې د روهنګيا كډوالو په مرګونو د غم دړد څرګندونه كولو سره نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې چې هغوي بنګله دېشي كېمپونو كښې د روهنګيا مسلمانانو ستونزو ته پام لرنه وكړي ۔ د خارجه دفتر لخوا د شورؤ په ورځ جاري يو ټويټ كښې وئيلي شوي مونږ ته د کاکس بازار كډوالو كېمپنو كښې په لويه كچه د اور لګېدو په پېښه سخت خفګان رسېدلے د كومې په نتيجه كښې چې ځينې كډوال مړه شوي او په لويه كچه تباهي شوې۔ پاكستان ځپلو وګړو او د هغوي كورنيو سره خواخوږي ښكاره كولو سره وئيلي دي د روهنګيا مسلمانان پرله پسې ستونزو او مصيبتونو سره مخ دي۔ خارجه دفتر په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه د روهنګيا مسلمانانو په ستونزه قابو موندلو له په ګډه كار وكړي۔ د غېر ملكي خبر رسنې ادارې له مخې بنګله دېش كښې د روهنګيا كډوالو كېمپونو كښې په لويه كچه د اور لګېدو پېښی په نتيجه كښې لږ تر لږ 15 كسان مړه شوي او 400 نور تر دې دمه بې دركه دي۔
نړيواله ورورولي دې بنګله دېش كېمپونو كښې د روهنګيا مسلمانانو ستونزو ته پام لرنه وكړي۔ پاكستان
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná