اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) اقتصادي رابطه کمېټۍ (اي سي سي) د فاټا او خېبرپښتونخوا آئي ??ي پيز لپاره ډبليو اېف پي له د 2.007 اربه روپو 50 زره مېټرك ټنه غنم وركولو منظوري وركړې ده ۔ د ګل په ورځ د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې په وزيراعظم هاٶس كښې وشوه چې د ترهه ګرۍ له امله په عارضي توګه بې كوره شوو او كډوالو لپاره د 50 زره مېټرك ټنه غنمو منظوري وركړې شوې دا به آئي ??ي پيز ته د دسمبر 2016 نه تر جون 2017 وركولې شي۔ اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه كښې د 425 مېګاٶاټ نندي پور پاور پراجېكټ لپاره د 30612.60 مېليونه روپو منظوري وركړې شوه اوا هم ووئيل شول د اوګرا نه د لائسنس ترلاسه كولو نه پس هاٶسنګ كالونۍ يا په ذاتي توګه د اېل پي جي ائرمكس پلانټ لګولې شي۔ غونډه كښې دا هم پرېكړه وشوه چې د توان د زياتېدونكي حاجت له مخې به په آزاد كشمير ٬ چترال، ګلګت بلتستان، بلوچستان او نورو لرې پرتو سيمو كښې 30 نوې ائرمكس پلانټس جوړولې شي۔ اي سي سي د بيعه كوٶنكې كمېټۍ (پي اېن سي ) ته ملا??یش??ا، روسيې، فرانس، اټاليې ، اومان او آذربائیجان څخه اېل اېن جي ترلاسه كولو له نوټيفكيشن كړې۔ اي سي سي دا هم پرېكړه وكړه چې پي اېن سي به د توان سپلائي كوٶنكو كمپنو سره په ګډه كار كوي دغسې چې د هېواد په ګټه اېل اېن جي ترلاسه كول لا ښه كړې شي۔ اي سي سي د اوبو او برېښنا وزارت په وړانديز ترلاسه وسائل زيات نه زيات د كارولو هم منظوري وركړه۔ د اوبو او برېښنا وزارت د هڅو له امله به د 300 نه تر 600 مېګاٶاټ برېښنا قامي ګرډ كښې د متبادلو زريعو نه شاملولې شي۔
اي سي سي د فاټا او خېبرپښتونخوا آئي ډي پيز لپاره ډبليو اېف پي له د 2.007 اربه روپو 50 زره مېټرك ټن غنم وركولو منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب