??سل??م آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي هند له د مسلح ډرونز وركړې سره به منطقه كښې ستراتېژك توازن له مينځه لاړ شي٬ د هند جارحانه عزائم ګاٶنډيانو او منطقه كښې امن او استحكام لپاره خطر دي٬ هند په رياستي ترهه ګرۍ او د ترهه ګرو تنظيمونو په مالي مرسته كښې ككړ دے٬ نړيواله ورورولي دي هند ته د جنګي ټ??كنالوجۍ منتقل كولو نه وړاندې د نړيوالو لوظنامو او ذمه وارو خيال وساتي٬ ??اك??تان به د خپلواكۍ حق لپاره د كشميري اولس لخوا د آزادۍ هلو ځلو ملاتړ دوامداره ساتي۔ د جمعې په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو ځوابونو وركولو سره خارجه وياند نفيس زكريا ووئيل د اتومي ټ??كنالوجۍ د ترلاسه كولو حق د اتومي وسلو نه خپرولو په اړه رامينځ ته شوې او د دا د نړيوال معيار تر مخه د سوله ايز مقاصدو لپاره كارول پكار دي۔ وياند ووئيل په مقبوضه كشمير كښې كشميري اولس د تېرو 70 كالو راهسې د هند د ظلم او بربريت ښكار دي٬ په بې ګناه كشميري ځوانانو تشدد كولې شي او په مېرمنو جنسي تېرې ??كه د وسلې كارولې شي۔ وياند ووئيل د امريكې لخوا د مسلح ډرونز وركړې په حقله د تشويش څرګندونې سره ووئيل هند ته د مسلح ډرونز وركړې سره به منطقه كښې ستراتېژك توازن خراب شي ۔ ده ووئيل هند د تحريك طالبان ??اك??تان پشمول د نورو ترهه ګرو تنظيمونو مالي مرسته كوي٬ او د ترهه ګرو مرستيال او يو غېر ذمه وار هېواد دے ۔ د پاك امريكې اړيكو په اړه وياند ووئيل د امريكې د خارجه وزير د ??اك??تان د اوسنۍ دورې په مهال دواړو هېوادونو شريكې اړيكې روانو ساتلو ته سلا شوي۔ ده ووئيل د امريكې خارجه وزير سره ??اك??تان كښې د هند لخوا د ترهه ګرو د مرستې معامله هم پورته كړې شوې او د په لائن آف كنټرول او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ هم رامخې ته كړې شوي۔ د هند د نائب اولس مشر په بيان وياند ووئيل د هند د نائب اولس مشر بيان سره ??اك??تان هېڅ تعلق نه لري د دې برعكس هندي نائب اولس مشر هم خپل هېواد د ملګرو ملتونو نه اوباسلو له خوښي لري ځكه چې هند خپله په رياستي ترهه ګرۍ كښې د ككړېدو او د ترهه ګرو مرسته كوٶنكې هېواد دے او د تحريك طالبان ??اك??تان پشمول د نورو ترهه ګرو تنظيمونو مرسته كوي۔ نفيس زكريا ووئيل د افغانستان زياتره سيمه د حكومتي كنټرول نه بهر ده چرته چې د ټي ټي پي پشمول د نورو ترهه ګرو ډلو پټن ځايونه شته ٬ كوم چې هند په ??اك??تان كښې عدم استحكام لپاره كاروي۔ د تاج محل او ټېپوسلطان پحقله د هندي دريځ په اړه د يوې پوښتنې پ ځواب وياند ووئيل يونېسكو له د دې معاملې نوټس اخستل پكار دي او د ټېپو سلطان پحقله د هندو انتها خوښو د ريماركس نه واضح شوې چې انتها خوښي په هندي ټولنه كښې سراييت كړې ۔
هند له د وسله لرونكې ډرونز وركړې سره به منطقه كښې ستراتېژك توازن له ينځه لاړ شي
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری