بهرنۍ مرستې لپاره مونږ خود داري٬ قامي سلامتيا او معاشي مفادات په داٶ لګولي٬ لوئي زيان اولس پورته كړے۔ وزيراعظم عمران خان


APP18-010422 ISLAMABAD: April 01 - Prime Minister Imran Khan is addressing at Islamabad Security Dialogue. APP

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د قانون حکمراني، فلاحي رياست، خودداري او خپلواكه خارجه پاليسي د هېواد د خپلواكۍ٬ پرمختګ او د سوكالۍ ضامن ده، بهرنۍ مرستې لپاره مونږ خودداري٬ قامي سلامتيا او معاشي مفادات په داٶ لګولي، د بهرنۍ مرستې په وجه د خپل اولس د مفادات سودا نه غواړو، په دې بابله د جوړو ګرو پاليسيو لوئې زيان اولس پورته كړے او د دې ګټه اشرافيه ته رسېدلې ، زمونږ په درې كلن دوره كښې چې زمونږ خارجه پاليسۍ ته كوم عزت ترلاسه شوے ھغې مثال نه لري۔ وزيراعظم دا خبرې په اسلام آباد كښې ”اسلام آباد سکيورټي ډائيلاګ” ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د قامي سلامتيا سلاحكار ډاکټر معيد يوسف هم وېنا وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د سکيورټي ډائيلاګ په تابيا ډاکټر معيد يوسف ته مباركي وركوٶ، دا د هېواد سباٶن لپاره مهمه ده، د قامي سلامتيا ګڼ اړخيزه مقاصد دي٬ په كومو هېوادونو كښې چې د بې وسه كسانو په سمندر كښې د شتمندو لپاره يوه وړه جزيره وي ھغه هېواد عمر له غېر محفوظ وي۔ وزيراعظم ووئيل زه چې كله د مدينې د رياست خبره كوم نو د دې په تصور د پوهېدو په ځاے دا وئيلې كېږي چې ووټ او سياست لپاره مذهب استعمالوي ، د مدينې رياست بنياد د قانون په حکمرانۍ او فلاحي رياست ٶ، په دې مونږ په نړۍ حكمراني كړې او تهذيب او دود ستور ېې بدل كړے ، ده ووئېل زمونږ د قامي سلامتيا بنياد هم دغه دے، په دې پوهېدو ته اړتيا ده٬ تر څو چې ټول قام خپلې قامي سلامتيا سره نه وي ولاړ دا 22 كروړه اولس به بس يوه ګڼه وي، پوځ يوازې محدود امنيت وركولے شي٬ ده ووئېل كله چې اولس قام جوړ شي نو دا د ټولو نه زيات محفوظ هېواد وي، د کيوبا مثال ستاسو په وړاندې دے۔ ده ووئيل د پاکستان قامي سلامتيا د غېر محفوظ كېدو لوي سبب غېر مساوي ترقي ده٬ چې ورسره د امير او غريب ترمېنځه فاصلې زياتې شوې٬ ده ووئېل يوې محدود اشرافيه په وسائلو خېټه اچولې ٬ غريب رامخې كېدو ته نه پرېږدي، د انګلش مېډيم تعليمي نظام د لارې تفريق راپېدا كړے شوے او دا طبقه په ټولو بلا دست شوې، ده ووئېل د صحت او تعليم نظام ړنګ شوے٬ يوازې شتمندو لپاره ښه روغتونونه او بهر هېوادونو كښې د علاج سهولت ٶ، د بې روزګارۍ په لړ كښې او په غربت كښې د رياست لخوا هېڅ مرسته نه كېده۔ وزيراعظم ووئيل د قانون حکمرانۍ نه غېر يوه معاشره ترقي نشي كولې، كوم ځائ چې اولس ته د ځان او مال حفاظت حاصل وي هلته به اولس د رياست په چارو كښې برخه لري۔ وزيراعظم ووئيل د دې تفريق نه لرلو په سبب په ماضي كښې هند فتح كولو له د كوم مزاحمت نه غېر ډيلي ته رسېدلې وو، كوم ځائ چې د اولس مفاد نه وٶ هلته ھغوي مزاحمت نه كولو، ده ووئېل په قبائلي سيمو كښې د جرګې نظام له امله ھغوي خپلې آزادۍ لپاره په ګډه جنګ كوي، افغانستان د بهرنو بريد كوٶنكو په ضد عمرله مزاحمت كړے۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زه بيا بيا خپل قام ته د ملګرو ملتونو د هغه رپورټ حواله وركوم چې پكښې وئيلي شوې 1600 اربه ډالره په كلنه توګه د بې وسه هېوادونو څخه د مني لانډرنګ د لارې شتمندو هېوادونو ته منتقل كېږي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان جوړېدو نه پس په سمدستي توګه د كډوالو پشمول لوي مسئلې رامخئ ته وې خو د دې هر څه باوجود په 1960 لسيزه كښې پاكستان د پرمختګ په لاره روان ٶ، د دې نه پس په لويه كچه د كرپشن له امله هېواد د خپل پرمختګ د لارې نه بې لارې شو۔ وزيراعظم ووئيل درېم څيز خود داري او خپلواكه خارجه پاليسي ده ٬ په بهر انحصار له امله مونږ ته لوي زيان رسېدلے او مونږ د خپلو صلاحيتونو څخه ښه استفاده نه ده كړې، مونږ د خپلو حماقتونو د جاج اخستو هڅه نه ده كړې ٬ ده ووئېل په خپلواكه خارجه پاليسۍ قام جوړېږي، په دې كښې د قام مفادات ته وړومبې ترجيح وركولې شي، مونږ هډو د دې خبرې جاج نه دې اخستے چې په افغان جهاد كښې په همكارۍ مونږ څه د لاسه وركړي او څه مو موندلي، ده ووئېل په خپلو افغانانو وروڼو د بهرنو بريد كوٶنكو په ضد مونږ مرسته كړې خو د دې غېر جانبداره تجزيه نه ده شوې چې آيا مونږ په دې جنګ كښې د افغان وروڼو مرستې لپاره ګډون كړے يا دا شراکت د ډالرو لپاره ؤ ٬ ده ووئېل كه مونږ د ډالرو لپاره دا هر څه كړي نو آيا مونږ د ترلاسه كېدونكې مرسته نه زيات زيان نه دے پورته كړے، 50 لکه افغان كډوال راپغاړه شوي، فرقه واريت سره سره نشه اي توكې رامخې ته شوي او په هېواد كښې كرپشن زيات شوے، په كال 2000 كښې مونږ خپلې پاليسۍ كښې د 180 ډګري يو ټرن اخستے، پرمختګ كوٶنكې هېوادونو زمونږ نه وړاندې تللي ، په بهرنۍ مرستې انحصار سره زمونږ په اولس كښې بهتري نه ده راغلې بلكې دې سره د هېواد مفاد قربان كړے شوے۔ وزيراعظم ووئېل كوم هېواد چې خپلواكه خارجه پاليسي نه لري ھغه هېواد په نړۍ كښې عزت نشي موندے۔ وزيراعظم ووئيل مونږ خپلواكه خارجه پاليسۍ لپاره هڅې كړې٬ د خپل اولس او د هېواد مفادات مو د مقدم ساتلو هڅه كړې، زمونږ په درې نيمو كالو كښې چې زمونږ خارجه پاليسۍ ته څومره عزت وركړے شوے دومره په ماضي كښې هېڅ نه دے وركړے شوے ۔ ده ووئيل د روسيه په دې وروستو كښې په دوره زمونږ نه يو طاقتور هېواد مرور شوے ، هند د روسيه نه تېل اخلي خو د دوي بشپړه مرسته كېږي، د برتانيې د يو ذمه وار بيان زما د نظر نه تېر شوے ھغوي هند ته د خپلواكې خارجه پاليسۍ له امله هېڅ نه شي وئيلي خو زمونږ په هېواد كښې اقتدار لپاره اچكن جوړوٶنكي ميډيا سره په مركه كښې وائي چې د امريكې نه غېر ګزاره ګرانه ده، د دې خلقو په سبب مونږ دې مقام ته رسېدلي يو٬ ده ووئېل چا چې معاشي مفادات قربان كړي٬ د اولس مفاد او عزت ئې په داٶ لګولے۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د ننګيالو ټوله نړۍ عزت كوي، يو طاقتور هېواد مونږ ته وائي چې كه په عدم اعتماد كښې وزيراعظم د ماتې سره مخ نشو د دې به ډېرې ناوړه نتيجې رامخې ته شي، آيا يو آزاد هېواد ته څوك داسې دړكې وركولې شي؟ په كورنيو چارو كښې داسې لاس وهنه كولې شي؟ دا هر څه زمونږ د غلطيو له امله شوي چې مونږ دوي ته باور وركولو چې مونږ ستاسو نه غېر ژوندي نشو پاتې كېدے ، ده ووئېل قامي سلامتيا لپاره چې قام او حكومت يو موټے شي نو يو څيز ناممكن نه دے۔ وزيراعظم ووئيل مونږ خپل په حكومت كښې داسې كارونه كړي كوم چې پرمختللي هېوادونه هم نه شي كولې، مونږ هر وګړي ته هېلت كارډ وركړے٬ د سماجي تحفظ پروګرام معرفي كړے شوے چې مقصد ېې لاندې طقبه راپورته كول وو۔ وزيراعظم ووئيل په آزاده خارجه پاليسۍ كښې يو شمېر چېلنجونه رامخې ته كېپږي ٬ زمونږ يو ګاٶنډي هېواد ته د خپلواكه خارجه پاليسۍ له امله داد وركوٶ چا چې خپلې خارجه پاليسۍ كښې د خپل اولس مفاد مقدم ساتلے۔ ده ووئيل مونږ د سعودي عرب، ترکيه او د ايران يو كولو هڅې كړې٬ په افغانستان كښې مو د امن عمل مخ په وړاندې بوتللو له مرسته كړې، د يوکرائن روسيه په شخړه كښې زمونږ د غېر جانبدارۍ له امله د اروپائي ائتلاف كونسل صدر او د يوکرائن صدر ټيلي فون باندې چين سره په ګډه د دې شخړې له هواري له مرسته غوښتې، خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دې لړ كښې د چين دوره كړې او هلته ئې د روسيه او چين خارجه وزيرانو سره ليدلي۔ وزيراعظم ووئيل داسې هله ممكن وي چې تاسو د كوم نړيوال بلاك د سياست برخه نه ئې، قامي مفاد مقدم ساتې ، ده ووئيل نيا پاکستان كښې د قانوي حكمراني، فلاحي رياست او آزاد خارجه پاليسي بنيادي ستنې دي۔ ده ووئيل د قانون حکمراني، فلاحي رياست، خود داري او خپلواكه خارجه پاليسي د هېواد د خپلواكۍ٬ پرمختګ او د سوكالۍ ضامن ده، بهرنۍ مرستې لپاره مونږ خود داري٬ قامي سلامتيا او معاشي مفادات په داٶ لګولي، ده ووئېل د بهرنۍ مرستې په وجه د خپل اولس د مفاداتو سودا كول نه غواړو، په دې بابله د جوړو كړو پاليسو لوي زيان اولس ادا كړے او د دې ګټه اشرافيه ته رسېدلې

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس