اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د پا??ستان او تركيې دوه اړخيزه اړيكې په قومي ستراتېژيكي شركت بدلې شوي كومې به چې د وخت سره سره لا وده ومومي. ده دا خبرې د تركيې د ګرېنډ نېشنل اسمبلۍ سپيكر پروفېسر ډاكټر مصطفٰی شي?? توپ سره په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې صدر سره د نهې په ورځ ايوان صدر كښې ملاقات كولو. صدر ووئيل پا??ستان تركيې سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي، دواړه هېوادونه په سيمه ايزو او نړيوالو چارو اتفاق لري او مذهبي او كلتوري رابطې لري. ده ووئيل د پا??ستان او تركيې دوه اړخيزه اړيكې په قومي ستراتېژيكي شركت بدلې شوي. ده ووئيل د لوړې كچې د ستراتېژيكي مرستې كونسل شريكو اړيكو ته په مربوط انداز وده وركړې. ده د ترك صدر رجب طيب اردوان لخوا د فرورې كال 2020م د دورې حواله وركولو سره ووئيل دا دوره دوه اړخيزه اړيكې په سراتېژيكي شركت بدلولو د شريك خواهش عكاسي وه. د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريكې ګټو لپاره د سياسي او معاشي مرستې زياتولو ضرورت دے. صدر د تركيې لخوا د كشمير په مسئله د پا??ستان په پرله پسې ملاتړ كولو مننه وكړه او وې وئيل تركيې تل په ټولو نړيوالو فورمونو د كشمير په اړه د پا??ستان د اصولي دريځ ملاتړ كړے. ده د كورونا په ضد هڅو كښې د تركيې مرسته وستائيله. په دې موقع پروفېسر ډاكټر مصطفٰی شي?? توپ د تركيې د مشرانو او اولس لخوا د پا??ستان حكومت او اولس لپاره د نېكو هيلو پېغام وركولو سره ووئيل تركيه به د كشمير په اړه د پا??ستان د دريځ ملاتړ روان ساتي. ده ووئيل ترك صدر رجب طيب اردوان د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ او د پا??ستاني پارلمان په شريكه غونډه كښې د كشميري اولس ملاتړ له غږ پورته كړے، د كشمير په اړه د ترك مشرتابه ملاتړ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ د نزدې اړيكو څرګندونه
صدر ډاكټر عارف علوي سره د تركيې د ګرېنډ نېشنل اسمبلۍ سپيكر پروفېسر ډاكټر مصطفٰی شين توپ ملاقات
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena