اسلام آباد۔24مئی(اے پی پی) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمن وئيلي دي مونږ د ماحولياتي بدلونونو حوال?? سره د تباهۍ خلې ته رسېدلې يؤ لېكن نړيوال لارښود د وعدو نه وړاندې نه ځي٬ جمهور??ت د حكمرانۍ يوازينۍ لاره ده په كومه ك??ې چې اولس او اتفاق رائې شامل وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې په ډېووس كښې روان ورلډ اكنامك فورم كښې د “فیوچر آف ډېموکرېسی” په سرخط يوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیرې ووئيل په جمهوري حقيقي بحث نه كېږي كوم چې بايد وكړې شي ٬ په ګرده نړۍ كښې زياتېدونكې عدم مساوات نه دې په ګوته ك??ې شوې ، د سوئيل او لوئيديز ترمينځه فرق مخ په زياتېدو دې۔ شېری رحمان ووئيل چې د آمريت نظام د كومې هم مسئلې غوره حل نه دې۔ د پاكستان د مسئلو يوازينې حل جمهور??ت دې٬ جمهور??ت د ك??زو??و طبقو نمائندګي او حفاظت كوي۔ شېري رحمن ووئيل يوكرېن روسيه جنګ به نړۍ كښې د وسائلو ستونزې رامخې ته ك??ي۔ دا مهال هر يو په يوكرېن روسيه شخړه خبره كوي۔ وفاقي وزيرې ووئيل په افغانستان او عراق كښې د بشري بحران په اړه د نړۍ څه خيال دې؟ د دې ذمه واري ولې څوك نه اخلي؟ آيا د افغانستان ٬ سوريه او عراق كډوال د اروپائي وګړو نه كم انسانان دي؟ دې ووئيل اقدار بايد ټولو لپاره يو ډول وي۔ دې ووئيل مونږ د ماحولياتي بدلونونو لحاظ سره د تباهۍ خلې ته رسېدلې يؤ لېكن نړيوال لارښود د وعدو نه وړاندې نه ځي۔ دې ووئيل د زياتې آلودګۍ پېدا كوؤنكو لويو كمپنيو له به د ذمه وارۍ څرګندونه كول وي۔
د ماحولياتي بدلونونو حوالې سره د تباهۍ خلې ته رسېدلې يؤ۔ د سېنېټر شېري رحمن په ډيووس كښې خطاب
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون