یوکوهاما 05 مئي (اے پي پي) د خزانې وزير اسحاق ډار سره د افغانستان نائب خارجه وزير د جاپان په يوكوهاما ښار كښې ليدلي۔ د ملاقات په مهال د شريك?? خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ افغان وزير په افغانستان كښې د پاکستان د مرستې او ملاتړ روان ساتلو او په بېلا بېلو پرمختيائي پروژو د كار رفتار د ګړندي كولو خواست وكړو۔ ده د پاكستان د قامي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې په دې وروستيو كښې د لوړې كچې پلاوي لخوا د افغانستان دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو پلو يو خوشبينه اقدام ګرځولې۔ په دې موقع د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار د پاکستان او افغانستان د دوه اړخيزه تجارت زياتولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل د پاك افغان د ش??يك اقتصادي كمېسون غونډه به سږ كال كېږي۔ د يادونې وړ ده چې د خزانې وزير د اسيائي پرمختيائي بانك د ګورنرانو بورډ د كلنې غونډې په لړ كښې د جاپان په دوره دے
د خزانې وزير اسحاق ډار سره د افغانستان نائب خارجه وزير وليدل
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب