اسلام آباد23 نومبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل وئيلي دي چې اوسني حكومت د اوسنې قانون سازۍ د لارې بهر مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو خواهش په حقيقت بدل كړے، سمندر پورې پاكستانيان قېمتي زر مبادله رالېږلو سره د هېواد په معيشت كښې مهم كردار ترسره كوي او دوي د ووټ اچولو حقدار دي. د ټاكنو كميشن په وړاندې د سمندر پورې پاكستانيانو لاريو ته په خپله وېنا كښې د موسمياتي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې بهر مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركړے شوے، دا بهرمېشته پاكستانيان هېواد سره مينه لري او د هېواد په چارو ژور نظر ساتي. هغې ووئيل چې چې اوسني حكومت د اوسنې قانون سازې د لارې بهر مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو خواهش په حقيقت بدل كړے. په دې موقع د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان په خپله وېنا كښې ووئيل چې بهر مېشته پاكستانيان خواري كولو سره په بهرنيو هېوادونو كښې د پاكستان نوم روښانه كوي، دوي قېمتي زرمبادله رالېږي او د ووټ اچولو حقدار دي. وزيراعظم عمران خان دوي ته د دوي حق وركړے. د وزيراعظم وياند او د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل په خپله وېنا كښې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان چې كوم سره كوم لوظ كړے ، هغه ئې پوره كړے، پاكستانيانو ته د ووټ حق وركړے شوے. ده ووئيل چې سمندر پورې پاكستانيان خپل حق غواړي. په دې موقع د اوورسيز پاكستانيز فورم چيئرمېن شاهد رانجها ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان مننه كوو چا چې سمندر پورې پاكستانيانو ته د ووټ حق وركړے، مونږ شك لرو چې ځينې خلق په دې معامله سياست كوي. ده ووئيل چې د قانون منظورې نه پسې دې د ټاكنو كميشن په ضمني ټاكنو كښې سمندر پورې پاكستانيانو ته د ووټ اچولو حق وركړي، مونږ يادښت جمع كولو لپاره راغلي يو. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان سمندر پورې پاكستانيانو سره ډېره مينه لري، سمندر پورې پاكستانيان د ووټ حق لري. ده ووئيل چې چيف الېكشن كمشنر ته خواست دے چې په 90 ورځو كښې دننه دې په قانون سازې عملدرآمد باوري كړي. ده ووئيل چې اي وي اېم يا چې كومه هم لار وي، مونږ ته دې د ووټ حق راكړے شي. مونږ د ادارو احترام كوو
د زرتاج ګل، علي محمد خان، ډاكټر شهباز ګل او د پاكسانيز اوورسيز فورم چيئرمېن شاهد رانجها فورم ته وېنا
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II