اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي) وزي??اع??م محمد نواز شريف وئيلي دي چې مسلم ليګ﴿ن﴾ د اقتدار نه بلكې د اقدارو سياست كوي٬ نننۍ پاكستان زيات مضبوط او مستحكم دے٬ مونږ د پاكستان اولس ته ??وا?? وركوونكي يو٬ زمونږ په دور كښې د امنيت صورتحال پياوړې شوے۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ د پارلماني ګوند غونډې مشري كولو په مهال په خپله وېنا كښې وكړې۔ وزي??اع??م ووئيل چې زمونږ حكومت ته په كال 2013م كښې زياتې ستونزې په مېراث كښې پاتې شوې وې خو مونږ سخت محنت وكړو او اوس خلق كتلې شي چې پرمختيائي پروژې په سپېځلي ډول په تندې سره ترسره كېږي۔ ده ووئيل چې په تېر وخت كښې به پرمختيائي پروژې تاخير سره مخ كېدې او ورسره به په عام توګه لګښت زياتېدو خو اوس په پروژو كښې بچت كېږي۔ وزي??اع??م ووئيل چې مونږ نه يوازې د توان په پروژو كار كوو بلكې صارفينو ته په ارزانه ??ېع?? توان هم وركوو۔ وزي??اع??م ووئيل چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې له مخې پروژې په تندې سره ترسره كېږي۔ په راتلونكو څو مياشتو كښې به 3600 مېګاواټه نوره برېښنا په نظام كښې شامله شي٬ مونږ پاكستان لپاره د توان پائېدار وسائل په محفوظ بنيادونو وركولو لپاره هڅې كوو۔ ده ووئيل چې د پاكستان په تاريخ كښې د يو زر اربه روپې پرمختيائي بجټ بې مثاله دے۔ مونږ د ګورننس په اصلاحاتو هم كار كوو كوم چې يو اوږد عمل دے او مونږ مثبت اصلاحاتو لپاره پوخ عزم لرو۔ وزي??اع??م ووئيل چې مونږ د هغو پروژو ترسره كولو هڅه هم كوو كومې چې پرېښودل شوې دي ځكه چې مونږ د پاكستان او د اولس پرمختګ غواړو۔ ده ووئيل چې ټول هېواد د لويو لارو او د موټروېز د لارې يو بل سره تړل كېږي او د دې په نتيجه كښې به د صنعت او برآمداتو په اړه بې شمېره ګټې ترلاسه شي۔ وزي??اع??م ووئيل چې زمونږ په دور كښې امنيتي صورتحال بهتر شوے۔ مونږ د نورو صوبو په شان د آزاد كشمير٬ ګلګت بلتستان او فاټا پرمختګ ته هم پام كړے۔ وزي??اع??م ووئيل چې مونږ د پاكستان اولس ته ??وا?? وركوونكي يو٬ هغه به پرېكړه كوي چې چا د كاركردګې څرګندونه كړې او چا نه ده كړې۔ وزی??اع??م د ګوند غړو ته امر وكړو چې خپلو خپلو حلقو كښې د اولس مسئلې هوارولو لپاره بشپړه هلې ځلې وكړې
مسلم ليګ﴿ن﴾ د اقتدار نه بلكې د اقدارو سياست كوي
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ