اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې پ??کستان تحریك انصاف د عدالتونو بشپړ احترام كوي، پاکستان كښې عدالتونه خپلوا??ه دي٬ د وړاندې پ??ېكړې غوندې د دې پ??ېكړې احترام واجب ګڼو۔ د تحريك انصاف ميډيا سېل له مخې د اطلاعاتو وزير چوهدري فواد حسېن خپل بيان كښې وئيلي دي چي نېب يوه خپلواكه او خود مختاره اداره ده ٬ نېب خپلې هلې ځلې خپله كوي٬ حكومت پكښې هېڅ كردار نه لري۔ وفاقي وزير ووئيل چې حكومت او اولس كرپشن كښې د ككړو كسانو په ضد كاروائي كول غواړي ٬ قام غواړي چې لوټ كړې شوې دولت بايد بېرته رواړلې شي ٬ حكومت به دا بنيادي هدف ترلاسه كول باوري كوي۔ ده ووئيل د شريف كورنۍ كردار په اړه د قام پ?? نظر كښې هېڅ ابهام پاتې نه دے ٬ شريف كورنۍ اوس هم ثابت نه كړې شوه چې د ھغوي ملكيت كښې د اربونو روپۍ د كوم ځائ نه راغلې٬ په پروسيجرل بنيادونو نننۍ پرېكړه رامخې ته شوې٬ معامله به مخ پ?? وړاندې ځي او قانون به خامخه خپله لاره وباسي
د وړاندې پرېكړې غوندې د دې پرېكړې احترام واجب ګڼو
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام