اسلام آباد 16مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير او د پاكستان تحريك انصاف سېكرټري جنرل اسد عمر وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان د مقبوليت ګراف لوړ شوے او ټول قام د عمران خان سره ولاړ دے، د مارچ په 27مه نېټه به اسلام آباد كښې تاريخي غونډه كېږي، غونډې لپاره انتظامي كمېټې جوړې كړې شوې، د اسلاموفوبيا په ضد په ملګرو ملتونو كښې د قرارداد په منظورې ټول قام ته مباركي وايو. ده دا خبرې د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د صنعت او پېداوار وفاقي وزير خسرو بختيار سره يو ځائ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. ده ووئيل ټول صوبائي مشران دې د ضلعو په كچه كمېټې تشكيل كړي، د پارلمان غړي دې اولس فعال كړي. وفاقي وزير اسد عمر ووئيل د تېرو دوو اونيو په مهال د وزيراعظم عمران خان د مقبوليت ګراف په تندې سره لوړ شوے، د عدم اعتماد د تحريك د پوقنړۍ څخه هوا ووځي، د اسلاموفوبيا په ضد په ملګرو ملتونو كښې د قرارداد په منظورې ټول قام ته مباركي وايو. ده ووئيل د اسلاموفوبيا په ضد په هڅو وزيراعظم عمران خان ته پېرزوئنې وړاندې كوو، د اسلام په دې خدمت به د وزيراعظم نوم په تاريخ كښې ژوندے وي. اسد عمر ووئيل د اسلامو فوبيا په ضد د قرارداد منظورې سره د ټول اسلامي امت سر په فخر سره هسك شوے. ده ووئيل وزيراعظم د اسلاموفوبيا په ضد غږ پورته كړے ؤ، د قرارداد په منظورې قام ته مباركي وايم. په دې موقع وفاقي وزير خسرو بختيار ووئيل د او آئي سي په كانفرنس كښې د ټولې نړۍ څخه د اسلامي هېوادونو نمائندګان ګډون لپاره راروان دي، د اپوزيشن مشرانو ترمېنځه نظرياتي اختلافات واضح شوي. ده ووئيل د مارچ د 27مې نېټې غونډه كښې به د سوئيلي پنجاب څخه په لويه شمېره خلق ګډون كوي. ده ووئيل پروېز الهي نن هغه خبره كړې كومه چې ټول پاكستان كوي، عمران خان ايماندار ليډر دے.
د وزيراعظم عمران خان د مقبوليت ګراف لوړ شوے، د مارچ په 27مه نېټه به اسلام آباد كښې تاريخي اولسي غونډه كېږي، د اسلاموفوبيا په ضد په ملګرو ملتونو كښې د قرارداد په منظورې ټول قام ته مباركي وركوو. د وفاقي وزير اسد عمر خبري كانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز