اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د ټرانسفيرنسي انټرنېشنل راپور له مخې پاكستان د كرپشن مخ نيوي او خاتمې لپاره كاركردګي 9 درجې ښه كړې ده٬د اوسني حكومت د منظمه او موثره اقداماتو په نتيجه كښې پاكستان تر ټولو نه كرپټ هېوادونو فهرست نه ايمرجنګ معيشتونو كښې شامل شوې٬تر راتلونكي كال به د معاشي پرمختګ رفتار 6 فيصده ته رسولو كښې كاميابه شوو ٬پھ هېواد كښې د بنيادي اډاې بهترۍ او پرمختګ لپاره يو كهرب روپۍ خرڅ كولې شي٬تر كال 2018م به د برېښنا په قامي نظام كښې نوره 11 زره مېګاواټ برېښنا شامله كړی شي٬د اسلام آباد پھ نوې هوائي اډه به د روان كال د اګست تر مياشتې كار بشپر كړی شي٬كيچي كنال پروژه او د نيلم او جهلم پروژه به هم روان كال ترسره كړې شي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔ده ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې پاكستان د دلدل نه د وتلو پھ هڅو كښې د كاميابۍ په لور روان دے ٬د نن نه درې كاله وړاندې د پرمختګ شرح د دوو نه تر دوه نيمه فيصده وه٬ احسن اقبال ووئېل د حكومت په اقداماتو د تېرو دريو كلونو په مهال څلور فيصده ته ورسولې شوه٬سږ كال به دا شرح پنځه فيصد ته او راتلونكې كال به شپږ فيصده ته رسولې شي۔ده ووئيل د نن نه درې كاله وړاندې پاكستان تر ټولو كرپټ هېوادونو لسټ كښې شامل وو۔د اوسني حكومت د منصوبه بندۍ په نتيجه كښې نه يوازې معيشت ښه شوې بلكې د زرمبادله پنګې د دريو چنده نه 24 اربه ډالرو ته رسېدلې ۔ده ووئيل د پاكستان د معاشي پرمختګ او د بهترۍ اعتراف نړيوالې ادارې هم كوي۔راپورونه د ټولو په وړاندې دي چې پكښې د پاكستاني معيشت د بهترۍ اعتراف شوې۔وفاقي وزير ووئېل د نن نه درې كاله وړاندې به پھ هېواد كښې 18 او 20 ساعته لوډشېډنګ كېدو٬نن وضعه بدله شوې٬ده ووئيل د نن نه درې كاله وړاندې به د ترهه ګرۍ د زرګونو په شمېر پېښې كېدې په كومو چې قابو موندلې شوې٬احسن اقبال ووئيل د كرپشن خاتمې او مخ نيوي په اړه د ټرانسفيرنسي انټرنېشنل راپور د هركلي وړ دے۔پاكستان د سوئېلي آسيا هغه يوازنې هېواد دے كوم چې د چين نه پس تر ټولو زياتې درجې ترلاسه كړی ۔ده ووئيل تاريخ ګواه دے چې د 1947 نه تر كال 2013م په هېواد كښې د برېښنا پیدا كولو صلاحيت يوازې 17 زره مېګاواټه وه٬ ده ووئېل د اوسني حكومت د منصوبه بندۍ په نتيجه كښې به 11 زره مېګاواټ نوره برېښنا هم پھ نظام كښې شامله شي۔ وفاقي وزير ووئېل تر كال 2018م به د توان ډېرې پروژې ترسره شي۔ده مېډيا ته ووئيل سي پیك ډېره مهمه پروژه ده٬په دې اړه دې داسې معلومات چې د هېواد د ګټې په ضد وي د جاري كولو نه وړاندې مونږ سره تماس نيسې دغسې چې كومه غلط فهمي دا پروژه متاثره نه كړي۔
د ټرانسفيرنسي انټرنېشنل راپور له مخې پاكستان د بډو مخ نيوي او خاتمې لپاره كاركردګي 9 درجې ښه كړې
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا