اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند محمد نفیس زکریا وئيلي دي د هند دفاعي بجټ زياتېدو او د وسلو اخستو سره منطقه كښې د امن توازن ځپلې كېدې شي ٬د هند په پاكستان كښې د رياستي عناصرو د لارې د لاس وهنې نه رد كېدونكې شواهد لرو٬ آر اېس اېس د كشميريانو نسل كشۍ كوي٬ د پاكستان هائي كمېسون په تېره د پولې پورې اوړېدونكو د نارووال درېو وګړو راستنولو لپاره هندي چارواكو سره په تماس كښې دے ٬د اي سي او مشرانو غونډه به سږ كال مارچ كښې اسلام آباد كښې كېږي٬ حسېن حقاني د هېواد تشخص خرابولو كښې بوخت دے۔ ۔ د دې خيالاتو څرګندونه د خارجه دفتر وياند محمد نفیس زکریا اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې وكړه۔ د کوېت لخوا د پاكستان پشمول 5 اسلامي هېوادونو له د وېزې بنديز راپور پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل امريكا كښې د پاكستان پخواني سفير حسېن حقاني پخوانے خبر بيا ټوېټ كړے٬ ھغه ته د پاكستان د نمائندګۍ اعزاز وركړې شوې خو د بده مرغه ھغه د هېواد تشخص خرابولو او د قامي ګټې په ضد هلو ځلو كښې ككړ دے۔ وياند ووئيل ھغه چې څومره د هېواد په ضد هڅې كوي هومره به بې نقابه كېږي ۔ د حافظ سعید د نظر بندۍ په حقله په هندي غبرګون تبصره كولو سره وياند ووئيل هند دې د نورو هېوادونو په معاملو خبره كولو په ځائ خپلې ورانې سمې كړي ٬ده ووئېل د پاکستان د كاروائۍ په نړيواله كچه ستائنه كېږي۔ وياند ووئيل پاكستان د فرق نه غېر د ترهه ګرۍ په ضد كاروائۍ كوي٬ هند نه يوازې پاكستان كښې په ترهه ګرۍ كښې ككړ دے بلكې د نورو هېوادونو خاوره هم د پاكستان په ضد كاروي٬ هند په مقبوضه كشمېر كښې د مسلمانانو اكثريتي سيمې په هندو اكثريت بدلول غواړي۔ وياند ووئيل هند د افغانستان د لارې پاكستان كښې لاس وهي٬ پاكستان كښې د رياستي عناصرو د لارې د لاس وهنې نه رد كېدونكې شواهد لرو٬ ده ووئېل د هند ادارې پخپله خاوره هم په ترهه ګرۍ كښې ككړې دي۔ وياند د نارووال وګړو لخوا په تېره د پولې اخوا تګ پحقله د پوښتنې په ځواب ووئيل د پاكستان هائي كمېسون په غلطۍ څخه د پولې اخوا اوړېدونكو د نارووال درېو وګړو راستنولو لپاره هندي چارواكو سره په تماس كښې دے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل او آئي سي د كشمير پحقله موثره كردار تر سره كوي ٬ پاكستان د اسلامي هېوادونو يوالي غواړي٬ د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هوارېدې شي۔ وياند ووئيل پاكستان منطقه كښې د وسلې د زغل په ضد دے٬ د پاكستان روايتي وسله دفاع لپاره ده ۔ وياند ووئيل سوئيلي آسيا كښې امن او استحكام د پاكستان د پاليسو سنګ مېل دے ٬د هند دفاعي بجټ زياتېدو او د وسلو اخستو سره منطقه كښې د امن توازن ځپلې كېدې شي ۔ خارجه وزير نفيس زكريا ووئيل د افغانستان پحقله زمونږ دريځ په ډاګه دے٬ پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام له هڅې كوي٬ افغانستان كښې امن د پاكستان او د ټولې منطقې په ګټه دے
د هند دفاعي بجټ زياتېدو او د وسلو اخستو سره منطقه كښې د امن توازن ځپلې كېدې شي
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ