اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د وزیراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق د??ؤد او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شریف وئيلي دي حکومت کاروبار اسانولو په اړه پاكستان د نړيوالې درجۍ بندۍ په وړومبو 50 هېوادونو كښې د شاملولو عزم لري٬ پېداوار زياتول٬ صنعتي څانګې لپاره د جديدې ټېكنالوجۍ وده٬ د ون ونډو له مخې سرمايه كارو ته آسانۍ وركول ٬ د توان او امنيت وضعه ښه كولو ته حكومت وړومبنۍ پاملرنه كوي٬ وزيراعظم هېواد كښې د تجارتي او كاروباري هلو ځلو ودې په اړه هره مياشت پخپله د غونډې مشري كوي٬ چین، سعودی عرب، یو اے اي، کوریا او ماليزيا پاکستان كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ عبدالرزاق د??ؤد او د سرمایه کارۍ بورډ چیئرمېن هارون شریف خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ عبدالرزاق د??ؤد ووئيل مونږ خارجي سرمايه كارو له وېزه وركولو له آساني پېدا كوٶ او س??ار??خانو ته امر شوې چې اړوندو ادارو په معاونت سرمايه كارو له د ويزې نظام آسان كړئ ٬ دوي ووئېل په دې لړ كښې سرمايه كارو لپاره انټري ويزه په 24 ساعتو كښې د جاري كولو اقدامات شوې او دا سلسله آن لائن كړې شوې۔ ده ??وئيل په صنعتي څانګه كښې سرمايه كارۍ لپاره مراعات وركوٶ۔ په دې موقع هارون شریف ووئيل حکومت کاروبار اسانولو په اړه پاكستان د نړيوالې درجۍ بندۍ په وړومبنو 50 هېوادونو كښې د شاملولو عزم لري او سرمايه كارو لپاره 47 بېلا بېلو ټېكسونو محدود كولو سره 16 ته راوستې شوې او ټېكس به آن لائن هم ادا كولې شي۔ هارون شریف ووئيل نوې سرمايه كارو لپاره د كاروبار رجسټرېشن لپاره هم آسانۍ پېدا كړې شوې۔ ده ??وئيل د اېس اي سي پي٬ د سرمايه كارۍ بورډ٬ اېف بي آر او د پنجاب حكومت آسانۍ به په يو ځائ ترلاسه وي۔ عبد الرزاق د??ؤد ووئيل زمونږ د برآمد كوٶنكو ري فنډنګ زر نه وركړې كېږي ٬ دي لپاره پرامېسري نوټ جاري كوٶ٬ د دوي د كلېم د درېمې برخې به پرامېسري نوټ جاري كولې شي او څنګه ئې چې روپۍ راشي شاملولې به شي۔ ده ??وئيل كراچۍ لنك كوٶ ٬ بي او آئي سره د ون لنك د لارې د ټولې نړۍ خلق په يو كلك پاكستان كښې كاروبار پېل كولې شي۔ ده ??وئيل د قرض نظام د الېكټرانك رجسټرۍ كار روان دے كوم چې به په راتلونكو دريو مياشتو كښې بشپړ كړې شي۔ ده ??وئيل ويزه فري ريجېم پېل كړې شوې٬ ويزه آن لائن كړې شوې او په ابتدائي توګه د څلورو هېوادونو ويزه آن لائن كړې شوې ۔ ده ??وئيل كاروباري شخصيات د ګلګت بلتستان٬ ګوادر او كشمير پشمول هېواد كښې هر خوا تللې شي٬ د تېلو په سېكټر كښې ګلف هېوادونه سرمايه كاري كول غواړي
حکومت کاروبار اسانولو له پاكستان په وړومبو 50 هېوادونو كښې د شاملولو عزم لري
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha