اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي)په سېنېټ كښې پريذائيډنګ افسر خارجه وزير اسحاق ډار وئېلي دي چې منتخب غړي د سوګند پورته كولو نه غېر د ووټنګ پشمول د ايوان په كومه هم كاروائي كښې برخه نشي اخستې۔د نهې په ورځ د سېنېټ غونډې مشري كولو سره ده ووئيل چې مونږ له په ايوان كښې ښه رواياتونو ته وده وركول پكار ده۔ده ووئيل چې منتخب غړي د سوګند پورته كولو نه غېر د ووټنګ پشمول د ايوان كومه هم كاروائي كښې برخه نشي اخستې۔د دې څخه وړاندې سېنېټر علي ظفر ووئيل چې په نننۍ غونډه كښې د سېنېټ چيئرمېن او دوهم چيئرمېن انتخاب كېږي۔په ايوان كښې د خېبرپښتونخوا نمائندګي نشته۔سېنېټ د وفاق علامت وي۔خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د سېنېټ غړو تر انتخاب دې غونډه وځنډولې شي
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے