اسلام آباد 26 اګست ﴿??ے پي پي﴾ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰي ملاقات وكړو او د سپيكر چوكې په سنبالولو ئې مباركي وركړه۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل چې هېواد د كمزور معيشت پشمول بې شمېره ستونزو سره مخ دے٬ قومي اسمبلي به ټولو صوبائي اسمبلو سره په ګډه د مهمې ??انون سازې په اړه مشاورتي عمل ته اهميت وركوي۔ د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰي ووئيل چې د وزيراعظم عمران د كفايت شعارې په پلان عمل كولو سره مونږ د هېواد معيشت د بحران نه ويستلې شو۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين اقتصادي لار د پاكستان ټولو صوبو ل??ار?? يو ډول اهميت لري٬ دې پروژې سره به په ټول هېواد كښې پرمختګ او خوشحالي راشي۔
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار