اسلام آباد ۔ 24 جولائی (اے پی پی) دكورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د لاهور بمي چاؤدنې په سوب په سياسي چارو د خيالاتو څرګندونه كولو له راغوښتلې خبري كنفرنس وځنډولو۔ د ګل په ورځ پنجاب هاؤس كښې وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان خبري كنفرنس رابللې وو كوم كښې چې ده په مهمو سياسي چارو د خبريالانو باور ترلاسه كول غوښتل۔ ولې د لاهور بمي چاؤدنې په سوب داخله وزير خبري كنفرنس ځنډولو سره ووئيل په داسې وخت كښې چې د لاهور دا پېښه رامخې ته شوه په ځينې سياسي چارو د خيالاتو څرګندونه كول مناسب نه ګڼ??۔ او نه دې څخه ورستو په سياسي چارو خبره كول ممكن نه دي۔ مونږ بايد ټول پام د شهيد شويو او ژوبل كسانو كورنيو پلو وګرځوؤ۔ ده ووئيل د لاهور پېښې زما په غم دړد كښې زياتوالې كړې۔ ده ووئيل د تېرو څو ورځو راهېسې زه د سخت تكليف نه تېر شوے يم يوازې د صحت په لړ كښې نه بلكې د نورو چارو او ستونزو په سوب هم ماته سخت تكليف شوے۔ ده ووئيل زه اوس هم ښه نه محسوسوم ولې ما ځان او ميډيا ددې تكليف څخه ويستل غوښتل۔ له دې كبله زه پنجاب هاؤس ته يوه بجه راغلے ووم او انتظار مې كولو چې 5 بجې به خبريالانو سره خبره وكړم ولې لږه شېبه وړاندې لاهور څخه دا د افسوس وړ خبرونه رامخې ته شول۔ ده ووئيل يو شمېر پوليس اهلكار په دې پېښه كښې شهيد شوي۔ په دې صو??تح??ل كښی وفاقي او صوبائي حكومت بايد ټول پام خپلو ذمه وارو پلو وګرځوي۔ ده ووئيل ما په ټي وي ډېر څه وليدل۔ په كومه مسئله چې زه خبره كوم هغه ځنډوم۔ ده ووئيل ددې مسئلې په اړه دې زياتو تبصرو كولو څخه ډډه وكړې شي
په ځينو چارو د خيالاتو څرګندونه كول وو ولې ددې پېښې څخه وروستو په سياسي چارو خبره كول ممكن نه دي
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II